د لاس رسي وړ اتصالات

یوې سختې زلزلې افغانستان، پاکستان او د هند شمالي سیمې ولړزولې


د کابل ښار
د کابل ښار

د راپورونو له مخې یوې سختې زلزلې د افغانستان، پاکستان او د هند یو شمیر شمالي سیمې لړزولي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې رپوټ ورکړی چې ددغې زلزلې قوت د ریختر ٦.١ درجې و او په ځمکه کې ژوروالی یې شاوخوا ٢١٠ کیلومتره و.

ددې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې و.

عیني شاهدانو ویلي دي چې دغې زلزلې د افغانستان په پلازمینه کابل کې زیاتې ودانۍ څو شیبې ولړزولې.

تر اوسه ددغې زلزلې په نتیجه کې د رامنځ ته شوي ځاني او مالي تاوان په اړه رپوټ ندی ورکړل شوی.

دمخه تر دې په افغانستان کې د طبیعي پیښو لکه زلزلو او ځمکې خویدنو په وجه زیات تلفات رامنځ ته شوي دي.

د افغانستان په مختلفو ښارونو کې اکثر کورونه او ودانۍ ټینگ بنسټ نلري او د طبیعي پیښو په وړاندې دومره مقاومت نلري.

XS
SM
MD
LG