د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې وايي چې د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري بیخي زیاته کمه شوې او ښايي ختمه شي.
د دغې خونې مشر زاهدالله شینواري خبرداری ورکړ که حکومتي تګلارې له سره ونه اروزل شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به تجارت او سوداګري "ختمه" شي.
هغه وویل "له افغانستان سره د سوداګرۍ په اړه د پاکستان د تګلارو له کبله، افغان سوداګرو له نورو هېوادونو ایران، هند او چین سره تجارت او سوداګري پیل کړې ده."
نوموړي د دغه کار علتونه د سوداګرۍ په اړه د پاکستان د حکومت سختې تګلارې، د کابل-اسلام اباد ترمنځ سیاسي ستونزې او په دوامداره شکل د تورخم د د روازې بندول په ګوته کړل.
ښاغلي شینواري وویل "د حکومت د سوداګرۍ ضد تګلارو یوازې سوداګر نه دي زیانمن کړي بلکې ملي عواید یې هم زیانمن کړي دي، ځکه چې حکومت ګمرکي مالیات له لاسه ورکړي دي."
ښاغلي شینواري وویل له افغانستان سره د پاکستان تجارت داسې مهال کم شوی دی چې اسلام اباد غواړي خپله تجارتي تشه ډکه کړي. هغه د پاکستان له حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ټول خنډونه او موانع لېرې کړي.
د پاکستان نیشنل ورځپاڼه وايي د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ د خونو مشر زاهدالله شینواري د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲) په تورخم کې خبریالانو ته دا خبرې وکړې.
څو ورځې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خانجان الکوزي امریکا غږ ته ویلي وو چې تېرکال (لمریزکال) له پاکستان سره ۱.۳ میلیارد ډالر سوداګري کړې وه چې واردات او صادرات په کې شامل وو. خو په ۲۰۱۶ کې بیا دا سوداګري ۲.۲ میلیارد ډالر وو.
ښاغلي الکوزي وویل چې ایران بیا تېر لمریز کال افغانستان ته شاوخوا ۱.۹۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل. خو افغانستان ایران ته یوازې ۳۱.۴ میلیونه ډالر واردات کړي دي. افغانستان وړم کال (۲۰۱۶) له ایران سره ۱.۸ میلیارد ډالر صادرات او واردات درلودل.
له نړۍ سره د افغانستان د تېرلمریز کال د ټولو صادراتو او وارداتو اندازه د ښاغلي الکوزي په خبره اووه میلیارد ډالرو ته رسیږي، چې ډېر له پاکستان، ایران، هند او چین سره دي.