د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: اندونیزیا کې دریو هیوادونو د علماو غونډه نږدې ورځو کې جوړیږي


تراوسه په اندونیزیا کې د دریو هیوادونو د دیني عالمانو ګډې غونډې نیټه نه ده ټاکل شوې.
تراوسه په اندونیزیا کې د دریو هیوادونو د دیني عالمانو ګډې غونډې نیټه نه ده ټاکل شوې.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکو، د اندونیزیا د جګارتا په ښار کې د دریو هیوادونو افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د غونډې د جوړیدلو د ځنډ علت د پاکستاني دیني عالمانو له خوا پر ګډې اجندا د بحث دوام ښودلی او ویلي دي، چې د پاکستاني دیني عالمانو له خوا د تائید وروسته به د غونډې نیټه اعلان شي.

مولوي عبدالخبیر اوچقون، چې پخپله په اندونیزیا کې د دریو هیوادونو د دیني عالمانود ګډې جوړیدونکي غونډې یو ګډونوال دی، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې تراوسه د دې غونډې نیټه نه ده ټاکل شوې.

مولوي اوچقون وویل " نن کومه غونډه نشته، هغه افغان پلاوی، چې له افغانستان څخه دغې غونډې ته ورځي، زه هم په کې غړیتوب لرم. اندونیزیا ته په دوه تیرو سفرونو کې چې د کنفرانس د جوړیدو په اړه خبرې وشوې، زه د پلاوي غړی وم، د همدې له امله هغه څه چې د سولې په عالي شورا کې مطرح دي او په اړه یې د اندونیزیا د دیني عالمانو د دریو ادارو سره په موافقه ورسیدو دادي، چې لومړی د اندونیزیا له خوا پاکستاني دیني عالمانو ته اجندا وړاندې شي او د پاکستاني دیني عالمانو له خوا د موافقې وروسته به بیا اندونیزیا د دریو هیوادونو د یني عالمانو د ګډې غونډې نیټه اعلان کړي".

دمخه په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې د دریو هیوادونو دیني عالمان به د نن جمعې په ورځ په اندونیزیا کې په افغانستان کې روانې جګړې ته د حل د لارې د موندلو په موخه سره ګډه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د مرستیال د وینا له مخې د افغانستان او اندونیزیا د دیني عالمانو ترمنځ په دوو شوو ناستو کې په دې موافقه شوې، چې د دریو هیوادونو پنځوس وتلي دیني عالمان به د اندونیزیا د جګارتا په ښار کې په یو درې ورځیني کنفرانس کې په افغانستان کې د جګړې په مشروعیت خبرې وکړي او د کنفرانس په پای کې به د دریو هیوادونو دیني عالمان خپله دیني پریکړه اعلان کړي.

همداشان د دغو دریو هیوادونو دیني عالمان به د یو بل اسلامي هیواد څخه چې د افغانستان په جګړه کې بیطرف رول لري وغواړي، چې په نړیواله کچه د ټولو اسلامي هیوادونو د دیني عالمانو یو ستر کنفرانس کوربه شي.

ښاغلی اوچقون وایي، تراوسه لا د دغسې کنفرانس د جوړولو لپاره کوم هیواد په پام نه دی نیول شوی، خو هغه وايي، کیدای شي، سعودي عربستان به د دغې غونډې یوه ښه کوربه په توګه مطرح هیواد وي.

تراوسه پاکستاني دیني عالمانو په اړه خپل دریځ رسنیو سره نه دې شریک کړی، خو طالبانو له دیني عالمانو څخه،د اندونیزیا په کوربتوب ددیني عالمانو په درې اړخیزه غونډه کې د نه ګډون غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG