د لاس رسي وړ اتصالات

مصر کې د جمال الدین افغان مجسمه کېښودل شوه


سید جمال الدین افغان د "ختیځ نابغه" هم بلل کیږي
سید جمال الدین افغان د "ختیځ نابغه" هم بلل کیږي

د قاهرې د ازادۍ په مشهور پارک کې د افغانستان د وتلي متفکر سید جمال الدین افغان مجسمه ودرول شوه.

افغان چارواکي وايي د مصر له حکومت سره یې په ګډه د" ختيځ د ستر نابغه علامه سید جمال الدین افغان مجسمه" جوړه او نندارې ته کېښودله.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند محمد صابر مومند امریکا غږ ته وویل چې دا مجسمه یې د مصر د حکومت په غوښتنه جوړه کړې ده.

نوموړي وویل "سید جمال الدین افغان مصر کې ډېر وخت تېر کړی او ډېر اغیزناک کارونه یې کړي دي. هغه د مصر او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې د یو ارزښتناک پول حیثیت لري او هلته د هغه فکر او شخصیت ته ډېر درناوی کیږي. ډېرو خوځښتونو له مصر څخه کار پیل کړی او جمال الدین افغان هم په کې هم مهم رول لوبولی دی."

ښاغلي مومند وویل چې شاوخوا یو کال مخکې د مصر حکومت د اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو مفکرینو او ملي شخصیتونو مجسمې جوړولی او په دغه هېواد کې نندارې ته اېښودلی شي.

هغه وايي چې دا مجسمه له برونزو جوړه شوې ده او شاوخوا یو میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی او ټول کارونه یې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخ ته وړي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پر دغې مجسمې یې یو میلیون افغانۍ لګولي دي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي پر دغې مجسمې یې یو میلیون افغانۍ لګولي دي

مصري مجسمه جوړونکو دا مجسمه جوړه کړې ده. لمړی پتېیل شوې وه چې دا مجسمه به په کابل کې جوړیږي، خو د ښاغلي مومند په خبره له افغانستان څخه یې مصر ته انتقالول ستونزمن وبلل شول او پرېکړه وشوه چې په قاهره کې دې جوړه شي.

دا مجسمه د دوشنبې په ورځ ( اګست۶) د مصر د پلازمینه قاهرې د ازادۍ په پارک کې ودرول شوه.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي دامهال په هېواد کې دننه د دا ډول مجسمو د جوړولو او نندارې ته د اېښودلو لپاره امکانات او شرایط نه دي برابر، خو د کابل پوهنتون په کتابتون کې هم د سید جمال الدین افغان یوه مجسمه اېښودل شوې ده.

د "ختیځ نابغه "

سید جمال الدین افغان د" ختيځ ستر نابغه" بلل کیږي چې د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د وېښتابه لپاره یې ډیرزیار وایست. هغه په افغانستان کې د امیر شیرعلي خان مشاور هم و او د هغه په مشورې په لومړي ځل «شمس النهار» جریده پیل شوه.

نوموړي د فکري وېښتابه او مطبوعاتو په دودولو کې په افغانستان او نورو هېوادونو کې هلې ځلې وکړې. سید جمال الدین افغان له هند څخه اروپا، مصر او ترکیې ته تللی او څو کاله یې په مصر کې ژوند کړی دی.

هغه د «عروۀالوثقی» مجله هم پیل کړه. سید جمال الدین افغان په ۱۸۹۷ کال په ترکیه کې مړ شو او بیا په ۱۹۴۴ کې یې جسد افغانستان ته انتقال او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG