د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې د ښځو لاریون؛ افغانستان کې د 'هزاره ګانو هدفي وژنه' باید بنده شي


 دغه غونډه د یکشنبې په ورځ په سرتړلي ځای کې جوړه شوې وه چې په کې معترضو ښځو " هزاره ګانو نسل وژنه دې بنده شي"،" جنازه زمونږ پراوږو او نړۍ چپ" او " هزارګانو هدفي وژنه بنده کړئ" شعارونه ورکول.
دغه غونډه د یکشنبې په ورځ په سرتړلي ځای کې جوړه شوې وه چې په کې معترضو ښځو " هزاره ګانو نسل وژنه دې بنده شي"،" جنازه زمونږ پراوږو او نړۍ چپ" او " هزارګانو هدفي وژنه بنده کړئ" شعارونه ورکول.

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې یو شمیر افغان معترضو میرمنو په یوه اعتراضیه غونډه کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې پر "هزاره ګانو باندې د هدفي بریدونو د بندیدو هڅه" وکړي.

دغه غونډه د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۵ ( وږي ۲۵) په یو سر تړلي ځای کې جوړه شوې وه، په کې معترضو ښځو د "هزارګانو نسل وژنه دې بنده شي" – " جنازه زمونږ پر اوږو او نړۍ چپ" او " هزارګانو هدفي وژنه بنده کړئ" شعارونه ورکول.

ددې غونډې په پریکړه لیک کې ویل شوي: "د سیمې او د نړۍ له هیوادونو څخه غواړو چې د خپل نفوذ او اغیز څخه ګټه واخلي او پرېنږدې چې هزارګان له دې زیات د تروریستي افراطي ډلو د توطیو ښکار شي."

تېره اونۍ طالبانو وویل چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د داعش د وسله والو په برید کې د دایکنډي ولایت ۱۴ اوسیدونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ښځو دا غونډه د همدغې پېښې د غندنې لپاره بلل شوې وه.

د راپورونو له مخې دا پیښه د پنجشنبې د ورځې ماسپښین مهال سپټمبر۱۲ (وږي ۲۲) د غوراو دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونو کې ویل شوي چې ددې پیښې ټول قربانیان د هزاره قوم د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر د ولسوالۍ اوسیدونکي وو اوهغوی هغه مهال د وسله والو کسانو له خوا په یوبرید کې ووژل شو چې په عراق کې د شیعه ګانو د اربعین په مراسمو کې له ګډون وروسته د یو شمیر ګډون کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولایت ته تللي وو.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دغه برید ته د ملګرو ملتونو یو شمیر هیوادونو په ګډون په نړیواله کچه او په کوردننه پراخه غبرګونونه ښودل شوي دي. ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالاتو په هزاره توکمو ملکي وګړو دا برید په سختو ټکو غندلی او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

په عین وخت کې د ارغواني شنبو د ورځو په نوم د افغان میرمنو د ښځو د یو خوځښت مشرې مریم اروین معروف امریکا غږ ته په یو استولي پیغام کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نه پاملرنې څخه انتقاد کړی او ویلي دي چې اړتیا ده چې ټول هیوادونه او د بشري حقونو بنسټونه پر هزاره ګانو باندې بریدونه وغندي.

میرمن معروف ویلي: " ملګري ملتونه په ځانګړي ډول د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري باید چې ددغو وژنو او د هزاره ګانو او شیعه ګانو د نسل وژنې په تړاوسمدستي پلټنې پیل کړي. همداشان د یو الزامي پریکړه لیک او د دپلوماتیکو اقداماتو له لارې پر طالبانو باندې فشار راوړي تر څو ددغو جنایاتو د دوام څخه ډډه وشي".

تیره ورځ د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په جلا اعلامیو کې د دایکنډي د ولایت د هزاره تو کمو وکړو باندې د برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پر وړاندې د ځواب ویلو د یو قوي او خپلواک نړیوال میکانیزم د رامنځ کیدو غوښتنې کړي دي.

بخښنې نړیوال سازمان د شنبې په ورځ ناوخته سپټمبر۱۴(وږي ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د وسله والو دغه بې عاطفې برید چې مسوولیت یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې "داعش" په غاړه اخیستی، د ۲۰۱۵ کال راهیسې د هزاره توکمو په ټولنه او د هغوی په عبادت ځایونو، ښوونځیو، روغتونونو، پر سړکونو او د افغانستان په نوروعامو ځایونو کې د عمدي او سیستماتیکو بریدونو پراخه بیلګې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG