د لاس رسي وړ اتصالات

د دایکنډي او غور ترمنځ وسله وال برید ته غبرګونونه؛ پیښې د قربانیانو شمیر ۱۴ ته ورسید


چې دا پیښه د پنجنشبې د ورځې ماسپښین مهال د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې رامنځ ته شوې ده.(عکس ارشیف)
چې دا پیښه د پنجنشبې د ورځې ماسپښین مهال د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې رامنځ ته شوې ده.(عکس ارشیف)

د غور او دایکنډي د ولایتونو په سرحد کې د یو شمیر وسله والو کسانو له خوا پر ملکي وګړو ډزې چې لږ ترلږه په کې ۱۴ تنه وژل شوي په کور دننه او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کې ځینو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو له قوله په راپورونو کې ویلي چې دا پیښه د پنجنشبې د ورځې ماسپښین مهال د سپټمبر ۱۲ ( وږي ۲۲مه) د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په سرحد کې د "قرودال" په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

په دې راپورونو کې ویل شوي چې ددې پیښې ټول قربانیان د هزاره قوم د دایکنډي ولایت د سنګ تخت او بندر د ولسوالۍ اوسیدونکي وو اوهغوی هغه مهال د وسله والو کسانو له خوا په یوبرید کې ووژل شو چې په عراق کې د شیعه ګانو د اربعین په مراسمو کې د ګډون کوونکو د هرکلي لپاره د غور ولایت ته تللي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه په یو پیغام کې دغه پیښه غندلی او لیکلي یې دي: "په ډیرې خواشیني مو خبر ترلاسه کړ چې د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ په سیمه کې زموږ ١٤ تنه عام هیوادوال د انسانیت د دښمنانو لخوا په ډیري بیرحمي سره وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي دي."

مجاهد لیکلي چې د طالبانو حکومت "دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي."

نوموړي زیاته کړې چې د پیښې د "عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګري راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د ملکي وګړو دا وژنه وحشتناکه یاده کړې او ویلي دي چې دا پیښه د " نړیوالو جرمونو" یوه پیښه ده.

ریچارد بنیټ د پیښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندولو په ترڅ کې ویلي چې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې له خوا ددغه برید د مسوولیت د منلو ادعا ورته د اندینښنې وړ ده. هغه ددغسې پیښو د مخنیوي لپاره د ملکي وګړو په ساتنه باندې ټینګار کړی دی.

په کابل کې د ایران سفارت هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دا پیښه په سختو ټکو غندلې ده:" ایران ددغې سترې فاجعې د عاملینو ته د سزا غوښتونکی دی او په دې برخه کې خپل چمتوالی اعلانوي".

په کور دننه غبرګونونه

د افغانستان په پخواني جمهور رئیس حامد کرزي پر ملکي وګړو دا برید غندلی دی. هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي: " د دایکنډي په ولایت کې وحشیانه وژنه او پر ملکي وګړو برید یو تروریستي، د بشریت او اسلام پر وړاندې عمل دی".

د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم دغه پیښه غندلې او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې دا پیښه د زړه بګنوونکي تاوتریخوالي د یوې بڼې په توګه یاده کړې او ویلي دي چې په دې پیښه کې وسله والو کسانو د " بې ګناه کسانو ژوند" یوازې په دې جرم اخیستی چې د یوې سوله ییز او مدني ژوند لپاره یې هڅې کولې.

هغه ویلي: " زمونږ زړونه ددغو عزیزانو د کورنیو سره درزیږي او په دې درون غم کې هغوی سره شریک یو. دا جنایت نه یوازې زمونږ د هزارګانو پر سینه یو زخم دی، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو په روح باندې هم دی".

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي مهدي راسخ ویلي چې د اوږدو کلنو راهیسې هزارګان ددغسې هدفي بریدونو سره مخ دي.

مهدي راسخ ویلي چې طالبان د شیعه ګانو پر خلاف د فرمانونو او فتواو په خپرولو سره" د هزاره ګانو د ځپلو په چلند" نورو ترویستانو ته د " هزارګانو د وژلو" د مشروعیت انګیزه ورکړې ده.

هغه ویلي: " ټول په دې پوهیږو چې داعش، طالبان او القاعده د مذهبي سخت دریځۍ د یوې ایډیلوژۍ د لوی اسلامي جهاد د یو چتر لاندې فعالیت کوي او له شلو کلنو څخه د زیاتې مودې راهیسې د هزارګانو پر وړاندې په ټولو هدفي بریدونو کې چې د نسل وژنې په هدف ترسره شوي دي، اسناد شته دی، چې طالبان او داعش او د هغوی نور تروریستي همکاران په ګډه دا بریدونه ترسره کوي".

د طالبانو د حکومت یوې مخالفې جبهې د افغانستان د ازادۍ جبهې هم ددې برید پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا برید یې د " نسل وژنه او د بشریت پر وړاندې جنایت" بللی دی.

د ټولنیزو شبکو ځینو کارونکو هم د " هزارګانو د وژنې بندیدو" باندې ټینګار کړی دی او د افغانستان په یو شمیر برخو کې د امنیت د نه ټینګیدو باندې انتقاد کړی او طالبان یې په دې برخه کې ګرم بللي دي.

د رپوټونو له مخې د اسلامي دولت خراسان څانګې د غور او دایکنډي ولایتونو ترمنځ پر ملکي هزارګانو باندې ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG