د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالۍ نړېواله ورځ؛ شپږ میلیونه افغانان کډوال دي


د شمېرو په پر بنسټ په تېره یوه نیمه لسیزه کې ۸ میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي، خو لا هم ۶ میلیونه نور په بهر کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

تر سوریې وروسته، افغانستان دویم هېواد دی چې اکثریت وګړي یې په بهر کې ګډوال دي.

چهارشنبه [جون ۲۰] د کډوالو نړیواله ورځ په داسې حال کې افغانستان کې ولمانځل شوه چې اوس هم یو شمیر افغانان د ناامنیو او اقتصادي ستونزو له کبله له هېواد څخه وځي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت وایې چې د ۲۰۱۸ کال له پېل څخه تراوسه پورې ۳۳۲ زره افغانان له بهر څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

آبا جان څو کاله مخکې له پاکستان څخه افغانستان ته راستون شو. دی اوس یو ټراکټور لري او په کابل کې خپل کاروبار پرمخ بیايي. آبا جان هېواد ته "د راستنېدو له امله خوښ دی".

یو بل کډوال سید رحمان چې په ښار کې یې دوکان جوړ کړی ناامني د خلکو د مهاجر کېدو غټ لامل بولي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ احصائیې ښیي چېپه ۲۰۱۷ کال کې په نړیواله کچه ۶۸ میلیونه خلک کډوال شوي او له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي دي.

د نړۍ اکثریت کډوال د سورېې، افغانستان جنوبي سوډان، میانمار او سومالیا هېوادونو اتباع دي.

د کډوالۍ نړېواله ورځ؛ شپږ میلیونه افغانان کډوال دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00

XS
SM
MD
LG