د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت سه شنبې اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) وویل چې یو افغان د اسلامي دولت (داعش) په استازیتوب د امریکا د ټاکنو په ورځ د برید د طرح کولو په تور نیول شوی دی.
۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د دوشنبې په ورځ د امریکا په لوېدیځ اوکلاهوما ایالت کې نیول شوی او له داعش ډلې سره په همکارۍ تورن شوی دی.
د متحده ایالاتو لوی څارنوال میرک ګارلینډ په یو بیان کې وویل: "د عدلیې وزارت د تورن کس هغه دسیسه شنډه کړه چې غوښتل یې نیمه اتوماتیکې وسلې ترلاسه کړي او د ټاکنو په ورځ د متحده ایالاتو په خاوره کې د داعش په نوم د تاوتریخوالي ډک برید وکړي."
په متحده ایالاتو کې ټاکنې د نومبر په پنځمه کیږي.
د عدلیې وزارت وویل چې توحیدي وروسته له هغه ونیول شو چې پر هغه "شک وشو چې داسې ګامونه یې پورته کړي چې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري، د کورنۍ غړي [له امریکا څخه] بهر ځای پر ځای کړي، کلاشینکوفونه او مرمۍ ترلاسه کړي او په متحده ایالاتو کې یو تروریستي برید وکړي."
د "افغان ایواک" په نوم په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې یوې ملاتړې ادارې ویلي چې دغه اداره غوښتنه کوي چې د یوې قضیې له مخې "ټوله ټولنه ملامت" ونه ګڼل شي.
د افغان ایواک له لورې په خپره شوې اعلامیه کې د توحیدي د نیول کېدو قضیې ته په اشارې ویل شوي: "پداسې حال کې چې تورونه جدي دي، دا مهمه ده چې موږ د یو فرد د کړنو له کبله ټوله ټولنه ملامت نه کړو. په زرګونو افغانان چې په متحده ایالاتو کې میشت دي د نوي ژوند جوړولو او زموږ د ګډ راتلونکي لپاره کار کوي. دا هماغه کسان دي چې دوه لسیزې د هغو ارزښتونو د دفاع په خاطر په افغانستان کې له موږ سره اوږه په اوږه ولاړ وو چې موږ ته ګران دي. اوس، دوی زموږ ګاونډیان دي، او موږ باید د دوی ملاتړ وکړو ځکه چې دوی په خپل نوي کور کې خوندیتوب او ثبات غواړي."
د افغان ایواک په اعلامیه کې غوښتنه شوې چې رسنۍ او نور دغه قضیې ته د کتنې پر مهال د قضیې "ټوله محتوا او انصاف" په پام کې ولري.
ویل کیږي چې یو بل کم عمره افغان چې نوم یې ندی ښودل شوی، له توحیدي سره په دغه دسیسه کې شریک دی. د محکمې په اسنادو کې دغه دوهم کس د توحیدي د وراره په توګه پیژندل شوی دی.
د جرمي قضیې د اسنادو له مخې، توحیدي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۹مه د کډوالۍ په ځانګړې ویزې امریکا ته راغلی دی.
ویل شوي چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي ای) یوې"محرمې انساني سرچینې" وروسته له هغه له توحیدي سره اړیکه ونیوله چې هغه په دې وروستیو کې په فیسبوک کې د خپلې کورنۍ د شخصي شتمنیو د پلور اعلان وکړ.
د ایف بي ای سرچینې وویل چې هغه د ټوپکو د سوداګرۍ د پیل کولو لپاره یو کمپیوټر ته اړتیا درلوده. د توحیدي په خلاف د شکایت له مخې، هغه د دوه کلاشینکوفونو او مرمیو پیرلو ته لیوالتیا څرګنده کړې وه.
د سرچینې په حواله، توحیدي او له هغه سره مل کم عمره شخص د دوشنبې په ورځ د اوکلاهوما په یوه اطرافي سیمه کې د "ایف بي ای له کسانو" سره وکتل او ورڅخه یې دوه کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه او ۵۰۰ مرمۍ وپېرلې.
دوی دواړه سمدستي ونیول شول.
ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه