د متحده ایالاتو د نیو مکسیکو ترټولو ستر ښار البکرکي کې د مرموزو قتلونو په قضیه کې نیول شوي افغان کډوال سه شنبې سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) په محکمه کې پر ځان باندې د دوو کسانو د قتل په تور د اعتراض نه کولو اقرار وکړ.
د ۲۰۲۲ په اوړي کې ددغو پرله پسې قتلونو پیښې د البکرکي د مسلمانانو په ټولنه کې وېره خپره کړې وه.
څارنوالانو وویل د قضیې په تړاو نیول شوي ۵۳ کلن افغان، محمد عاطف سید د افضل حسین او نعیم حسین په نوم د دوو کسانو د قتل تور منلی دی.
د محکمې لخوا ګمارل شوي یو منصفه پلاوي د مارچ په میاشت کې محمد عاطف سید د ۴۱ کلن افتاب حسین د وژنې په تور محکوم کړی و.
دغه درې قتلونه د څو ورځو په ترڅ کې پېښ شوي وو. څارنوالانو هغه مهال هڅه کوله معلومه کړي چې په دې وژنو کې څوک لاس لري او دا چې ایا دا خلک د دیني او یا نژادي کرکې پر اساس وژل شوي دي؟
خو د یوازې څو ورځو تحقیقاتو وروسته څرګنده شوه چې ددې وژنو موخه دیني او یا نژادي کرکه نه وه. څارنوالانو د مارچ په میاشت کې د البکرکي محکمې ته وویل چې په دغو وژنو کې د همدې ټولنې غړي، محمد عاطف سید لاس درلود چې څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته راغلی دی.
پولیسو هغه د ۲۰۲۲ په اګست کې، له البکرکي څخه شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لیرې په داسې حال کې ونیو چې په خپل موټر کې یې سفر کاوه. محمد عاطف سید هغه مهال په وژنو کې لاس لرل رد کړي وو او پولیسو ته یې ویلي وو چې په البکرکي کې د وژنو په اړه اندېښمن دی او خپلې کورنۍ ته د نوي کور موندلو لپاره ټکزاس ایالت ته روان دی.
د برنالیلو کاونټۍ څارنوالانو وویل چې محمد سید عاطف د افتاب حسین د قتل په قضیه کې په عمري بند محکوم شوی او د دوو نورو قتلونو د تور د منلو له کبله د ۳۰ کلونو زندان له اضافي سزا سره مخامخ دی چې ددې سزا نیټه لا تراوسه نده اعلان شوې.
چارواکو ویلي، د ښاري پلان جوړونې کارپوه افضل حسین د ۲۰۲۲ د اګست په لومړۍ نېټه ماښام مهال له کور څخه دباندې قدم واهه چې په ډزو کې ووژل شو. له هغه څلور ورځې وروسته، نعیم حسین په داسې حال کې په ډزو ووژل شو چې د البکرکي د ښار په جنوبي څنډه کې د کډوالو سره د مرستې د یوې موسسې د دفتر مخې ته په خپل موټر کې ناست و.
د مارچ په میاشت کې د محمد عاطف سید له محکوم کېدو وروسته، څارنوالانو ومنله چې د اقرار په بیانونو او د محکمې په اسنادو کې ددغو وژنو ممکنه لامل ندی څرګند شوی.
څارنوالانو ویلي چې محمد عاطف سید له تاوتریخوالي ډک تاریخ لري خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي چې پر نوموړي باندې پخوا د کورني تاوتریخوالي لګول شوي تورونه ندي ثابت شوي.
فورم \ دبحث خونه