د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د دریو مسلمانانو په قتل د تورن افغان کډوال محاکمه ختمه شوه


د دریو مسلمانانو په قتل د تورن شخص، محمد عاطف سید، محاکمه
د دریو مسلمانانو په قتل د تورن شخص، محمد عاطف سید، محاکمه

د متحده ایالاتو د نیو مکسیکو ایالت تر ټولو ستر ښار البوکورکي، کې څارنوالانو او مدافع وکیلانو د دریو مسلمانانو په قتل د تورن شخص، محمد عاطف سید قضیه پای ته ورسوله او ټاکل شوې چې مصنفه پلاوی به د دوشنبې په ورځ د تورن شخص د سرنوشت پریکړه وکړي.

په افغان کډوال محمد عاطف سید، تور دی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د البوکورکي په ښار کې درې مسلمانان وژلي دي.

د ښاغلي سید د محاکمې لپاره چې پنځه ورځې روانه وه، دولتي څارنوالانو تر ۲۰ ډیر شاهدان وړاندې کړل چې د سیمې پولیس، ډاکټران، د وسلو کارپوهان او د جنایي پیښو پلټنو متخصصین پکې شامل و.

څارنوالانو همدارنګه هغه کلاشینکوف ټوپک هم د منصفه هیت غړیو ته وښود چې شک کیږي، سید د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶ مې نیټې د ۴۱ کلن آفتاب حسین وژلو کې کارولی و.

په سید د دریو قتلونو او یو د شواهدو بڼې اړولو تور دی خو د تیرې دوشنبې په ورځ یوازې د آفتاب حسین په قتل کې محکمې ته وړاندې شو چې د جمعې تر ورځې روانه وه.

ښایي چې په راتلونکي اوړي کې محمد عاطف سید د قتل په نورو دوو تورونو کې هم محاکمې ته وړاندې شي.

سره لدې ښاغلی سید د محکمې په لومړیو پنځو ورځو کې چوپ ناست و او یوازې یې د ژباړونکو خبرو ته غوږ نیولی و، خو د جمعې په ورځ چې د محاکمې وروستۍ ورځ وه او قاضۍ ترې د چوپ پاتې کیدو یا د خپل ځان د دفاع په خاطر شاهدۍ ورکولو غوښتنه وکړله، په ژړا شو او پداسې حال کې چې سلګۍ یې وهلې وویل، "محترمې قاضۍ صاحبې، زه غواړم خاموش پاتې شم".

دولتي څارنوالانو د شاهدانو تر څنګ د ښاغلي سید د موبایل ټیلیفون څخه تر لاسه شوي معلومات هم د منصفه پلاوي د غړیو سره شریک کړل چې پکې ښودل کیدل سید د شپې په شاوخوا ۱۰ بجو چې آفتاب حسین ووژل شو، په همدې سیمې کې و او پداسې حال کې یې آفتاب حسین وواژه چې هغه د خپل موټر څخه تازه راوتلی و او د موټر کلیګانې یې هم په لاس کې وې.

د دولتي څارنوالې جورډان ماچین د محاکمې په پای کې وویل، " سید په عمدي توګه آفتاب حسین وژلی، هغه (آفتاب حسین) هیڅ چانس نه درلود. سید د بوټي شاته پټ و او انتظار یې کاوه او پداسې حال کې یې هم په حسین ډزې کولې چې هغه په ځمکې پروت و".

دولتي څارنوالو د منصفه پلاوي غړیو ته هغه ټوپک وښود چې شک کیږي. سید پرې آفتاب حسین وژلی
دولتي څارنوالو د منصفه پلاوي غړیو ته هغه ټوپک وښود چې شک کیږي. سید پرې آفتاب حسین وژلی

څارنوالانو منصفه پلاوي ته د وژل شوي انځورونه هم وښودل چې یوه مرمۍ د غوږ په سیمې کې لګیدلی و او مرمۍ یې په غاړې کې بنده پاتې وه او همدا یې د ثبوت په توګه وړاندې کړ چې ګمان کیږي سید په حسین پداسې حال کې هم ډزې کړي چې هغه په ځمکې پروت و.

پولیسو د ښاغلي سید د کور څخه درې ټوپکه تر لاسه کړي خو پولیسو او د وسلو ماهرینو په محکمې کې وویل چې د آفتاب حسین په قتل کې یوازې د هماغه ټوپک څخه کار اخیستل شوی چې د دې پیښې څخه یوازې څو ورځې وړاندې محمد سید پیرودلی و او پولیسو دا ټوپک د سید د کور تالاشۍ پر وخت د هغه د کوټې څخه تر لاسه کړی و.

خو بل پلو بیا د محمد عاطف مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې مؤکل یې بې ګناه دی او د محکمې په وروستۍ ورځې مدافع وکیلې میګن میتسوناګا وویل چې دولتي څارنوالان پدې کې ناکام شوي چې په ښاغلي سید لګیدلي تورونه ثابت کړي او د منصفه پلاوي څخه یې د خپل مؤکل د بې ګنا بللو غوښتنه وکړله.

میرمن میتسوناګا وویل چې دولتي څارنوالانو هیڅ داسې ثبوت یا شواهد وړاندې نکړل چې پکې ښودل کیږي په آفتاب حسین د ډزو کولو لپاره د ټوپک ماشه محمد عاطف سید کاږلې وي.

مدافع وکیلانو همدارنګه ویل ښایي د ښاغلي سید له کورنۍ څخه کوم بل چې د هغه د ټیلیفون او کلاشینکوف څخه د آفتاب حسین د وژلو لپاره کار اخیستی وي.

پولیسو د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۷ مې د آفتاب حسین د وژل کیدو څخه یوازې یوه ورځ وروسته، محمد عاطف سید د البوکورکي د ښار څخه تقریباً ۱۰۰ میله لري پداسې حال کې ونیوه چې هغه پخپل موټر کې د ټیکساز ایالت ته روان و.

سره لدې چې پخپله سید ویلي چې د البوکورکي په ښار کې د وضعیت خرابیدو له کبله یې غوښتل د ټکساز ایالت ته ولاړ شي چې د خپلې کورنۍ لپاره د اوسیدو نوی ځای پیدا کړي خو دولتي څارنوالانو په محکمې کې ویل چې سید د چارواکو څخه د تښتیدو کوښښ کاوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG