یو نیم کلن افغان ماشوم فرزاد چې د کابل د هوایي ډګر نه خطر سره مخ افغانانو د ایستلو په بهیر کې ورک شوی و، ۴۳ ورځې وروسته په متحده ایالاتو کې خپلې مور ته وسپارل شو.
کابل ته د طالبانو د راتګ نه وروسته د اګست د میاشتې د ۱۵ نه تر ۳۰ مې نیټې پورې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان چې ډیری یې د خطر سره مخ افغانان و، په نظامي الوتکو کې د کابل د هوایي ډګر نه وایستل شول.
د فرزاد مور وحیدې امریکا غږ ته وویل، "خاوند مې امریکایانو سره په سفارت کې کار کاوه او دا چې ژوند یې په خطر کې و، د تخلیې په بهیر کې چې امریکایانو خپل افغان مامورین ایستل، مونږ هم هوایي ډګر ته روان شو". نور حال په ویډیو کې وګورئ.