د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کارګران: هره ورځ د کار په لټون پیلوو خو ماښام خالي لاس کورونو ته ځو


په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنیدو راهیسې دغه هیواد له اقتصادي سقوط سره مخامخ شوی او زیات شمېر کارګران د کار روزګار له نشتوالي شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی ۳۸ کلن کارګر همایون حسیني څلور ماشومان لري، وايي څو ورځې کیږي چې په دې هیله ښار ته ځي چې ګواکې څوک به یې کار ته بوځي، خو ماښام تش لاس کور ته ستون شي.

حسیني وايي: "کار نشته، اوس د ماسپښین درې بجی دي او بېرته کور ته ځم. اقتصاد بېخي کمزوری دی. زه هم غریب یم او ډېرې ستونزې لرم."

حسینې وایي چې یو نهه کلن ماشوم یې ناروغ دی خو د درملنې لپاره یې بې وسه دی.

د حسیني په څېر په سلګونو نور کارګر هم په ساعتونو ساعتونو د ښار په څلورلارو کې د روزګار په تمه ناست دي.

غلام سخي یو بل بې وزله افغان دی چې غواړي د ورځنۍ مزدورۍ له لارې کور ته خرڅ برابر کړي. هغه وايي: "هېڅ کار نشته، ګټه نشته. موږ د طالبانو له حکومت څخه غواړو چې زموږ لپاره کار پيدا کړي او خلکو ته کار وکړي."

نقیب الله خان د رنګمالۍ کاروبار کوي، وايي مخکې یې کار ښه وو خو له څه مودې راهیسې په ټپه درېدلی دی.

هغه وویل: "د اختر مخکې یو څه د رنګمالۍ کار وو، اوس هر څه ختم دي. دا ټول خلک بې کاره دي، سهار چوک ته راځو او ماښام بیرته ځو، بس."

د خوړو د نړیوال پروګرام وايي، شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانان د سختې لوږې سره مخ دي خو ملګري ملتونه ورسره د مرستې لپاره پیسې نلري.

د ملګرو ملتونو دغې مرستندویې ادارې د اپریل په میاشت کې ویلي وو، چې په بیړنۍ توګه یې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، ترڅو اړمنو افغانانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG