د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د ۱۱ سپتمبر بریدونو عیني شاهد افغانستان کې د ترهګرۍ بیا پراخېدو ته اندېښمن دی


حیدرزاد ۲۲ کاله وړاندې په نیویارک کې د فلم جوړولو یو شرکت سره کار کاوه. هغه د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو دنګو ودانیو سره د تښتول شویو الوتکو د جنګېدو صحنه فلمبرداري کړې او وايي دې پیښې نړۍ بدله کړه.
حیدرزاد ۲۲ کاله وړاندې په نیویارک کې د فلم جوړولو یو شرکت سره کار کاوه. هغه د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو دنګو ودانیو سره د تښتول شویو الوتکو د جنګېدو صحنه فلمبرداري کړې او وايي دې پیښې نړۍ بدله کړه.

د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو عیني شاهد امان الله حیدرزاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګرۍ بیا پراخیدو ته اندېښمن دی.

د نیویارک ښار د منهټن سیمې دا اوسېدونکي وايي، د سپتمبر د یوولسمې پېښه یې د ډیرو نورو نیویارک میشتو په څېر په ذهن کې د یوې ترخې شیبې په توګه پاتې ده.

حیدرزاد ۲۲ کاله وړاندې په نیویارک کې د فلم جوړولو یو شرکت سره کار کاوه. هغه د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو دنګو ودانیو سره د تښتول شویو الوتکو د جنګېدو صحنه فلمبرداري کړې او وايي دې پیښې نړۍ بدله کړه.

هغه امریکا غږ ته وویل: "موسیقي مې اورېدله چې غږ شو د نړیوال تجارتي مرکز نه لوګې پورته کیږي، ژر مې کمرې ته لاس کړ او د فلم په اخیستو مې پیل وکړ. لوګي ډیر زیات و، زمونږ په دفتر کې هم د کارکوونکو چیغې وې. د فلم اخیستو په جریان کې مې سترګې په بلې طیارې ولګیدې چې ډیره ټیټه د سوداګریزمرکز پر لو روانه او په سترګو مې لیده چې له ودانۍ سره ولګیده."

د کابل پوهنتون دا پخوانی استاد د تیرو ۴۳ کلونو راهیسې په نیویارک ښار کې اوسیږي، وايي د سپتمبر یوولسمې پیښې ورته په افغانستان کې د ثور د اومې پیښه وریاده کړې ده.

هغه وویل: "ډیره غمناکه پیښه وه دومره يي دردولی وم لکه پر داود خان او د هغه پر کورنۍ چې د ثور د اوومې په شپه پر ارګ د جټ الوتکو بمباري کوله ما يې غږ اوریده او تر سهاره لړزیدم. د سپتمبر د یوولسمې پیښه پر ما د هماغه غمیزې تکرار و. انسان انسان دی که هر څوک په دا رقم وژل کیږي، پرې دردیږم."

د حیدرزاد د کورنۍ غړي هم ٢٢ کله وروسته د نړیوال سوداګریز مرکز له ودانیو سره د الوتکو د جنګېدو پېښه یادوي.

د هغه مېرمن ایرنیا مجووها وویل: هیڅوک نه پوهیدل چې ولې داسې وشول. دا یوه تباهي وه هر چا ځانونه کورونو ته رسول. لويي لارې او سرکونه بند وو. د نیویارک ښار فضا لوګیو نیولې وه ټول ویریدلي وو. داسې ورځ وه لکه ژوند چې نور ختم وي."

حیدرزاد وايی د سپتمبر ۱۱ د خونړۍ پیښې سره د افغانستان د نوم تړل کېدو نوموړی او د هغه کورنۍ اغېزمن کړل.

هغه وايي: ."ما به خلکو ته ویل چې په دی پیښه کې د افغانانو لاس نه وو. یو افغان په طیارو کې نه و. د افغانانو نوم باید یاد نشي. دا د اسامه بن لادن پلان و چې په افغانانو پورې اړه نلري. دا دی اوس ټوله نړۍ پوهیږي چې د سپتمبر د ۱۱ په پیښه کې د چا لاس و."

حیدرزاد له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو د ځواکونو وتل له وخت وړاندې وبلل او وویل چې په هغه هېواد کې د ترهګرۍ بیا پراخېدو ته اندېښمن دی.

هغه وویل: "امریکا له ژور فکر پرته خپلې قواوې له افغانستان څخه وویستې، چې په پایله کې يې طالبانو ته د بیا واکمن کیدو زمینه برابره کړه او یو قانوني نظام له منځه ولاړ. اوس له بده مرغه نه قانون شته او نه هیڅ. د یو ښوونکي په توګه د نجونو او ښځو پر مخ د تعلیم او کار بندیدو ته ډیر اندیښمن یم باید ښځې کار او تعلیم ته پریښودل شي، دا يې حق دی."

د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار له ترهګرو ډلو سره اړیکې رد کړي دي او ژمنه یې کړې چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG