د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سپتمبر ۱۱ بریدونو یاد: بایډن په امریکایانو د یووالي غږ وکړ


پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسان یاد کېده, جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ولس څخه د یووالي غوښتنه وکړله.

ښاغلی بایډن چې تازه د هند او اویتنام د سفرونو څخه راستون شوی و، د الاسکا په ایالت کې یې په وینا کې وویل، " راځئ د سپټمبر ۱۱ مې درناوی په یو بل د باور تازه کولو سره ولمانځو."

د نیویارک په ایالت کې دوشنبه سپتمبر ۱۱ (وږي۲۰) ځانګړی زنګ ووهل شو او د هغو ۳۰۰۰ کسانو نومونه یاد شول چې پدې بریدونو کې وژل شوي و.

بایډن په وینا کې وویل چې د سیاسي او عقیدوي تشدد په ګډون، ترهګري د متحده ایالاتو د ولس باور سره په ټکر کې ده.

هغه زیاته کړه، "مونږ باید هیڅ وخت د یووالی حس د لاسه ورنکړو. پس راځئ اجازه ورکړو چې همدا زمونږ د وخت ګډه اراده شي."

جو بایډن پداسې وخت کې په امریکایانو د یووالي غږ کوي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په درشل کې د دې هیواد ولس ډیر سره ویشل شویدي.

ډیر احتمال شته چې یو ځل بیا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جو بایډن د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

ټرمپ د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو راپدیخوا په څلورو قضیو کې رسماً تورن شوی. هغه په ځان لیګدلي تورونه ردوي او ملامتي یې په دیموکراتانو او کله نا کله په جمهور رئیس بایډن اچوي.

دونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته یې ځان کاندید کړی او تر دې دمه د جمهوري غوښتونکو ټولو کاندیدانو څخه مخکې دی، لا هم پخپلو ویناګانو او ټولنیزو شبکو کې په لیکنو استدلال کوي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې.

د همدغو ګواښونو له کبله یو شمیر کسانو چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې یې د انتخاباتو په ادارو کې کار کاوه، خپلې دندې پریښي.

په ټولې امریکا کې د انتخاباتو مسؤلینو ویلي چې د انتخاباتو پر ورځ د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره د امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي او ډیرو یې خو لا ویلي چې خپلو مامورینو ته یې د ډزو او شخړو پر مهال د حالاتو د کنټرولولو لپاره روزنې هم ورکړي.

دا به د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا چې د انتخاباتو په مرکزونو کې به وسله والو افسرانو ډیری وخت تور پوستي امریکایان په انتخاباتو کې د ګډون څخه بیرول لومړی ځل وي چې دا ډول اقدامات د مسؤلینو او رای ورکونو د ډاډګیرنې لپاره کیږي او هغه هم د متحده ایالاتو په شان هیواد کې چې د انتخاباتو اړوند تشدد پکې ډیر لږ کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG