د لاس رسي وړ اتصالات

لوږې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې بودیجې کمبود ۶۵ فیصدو ته رسیدلی – راپور


" لوږې پروړاندې اقدام" په نوم یوې ادارې د ۲۰۲۴ کال په خپل راپور کې چې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۶(مرغومې ۲۶) د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ټولنې د کلنۍ غونډې سره هممهاله خپور شوی ویلي چې د نړیوالې لوږې د مخنیوي لپاره د مالي امکاناتو برابرولو په برخه کې مالي کسر ۶۵ فیصدو ته رسیدلی دی.

ددغه راپور پر اساس د ملګروملتونو د بشرپاله سیستم له لارې د بودیجې تحلیل دا ښيي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د هغو هیوادونو غوښتنو ته چې په لوړه کچه د لوږې بحران سره مخ وو یوازې ۳۵ فیصدو ته مالي امکانات برابر شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د لوږې سره د مبارزې په برخه کې نړیواله بودیجه د ۲۰۲۲ کال پرتله ۲۳ فیصده کمې شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "د لوږې د بحراني کچې په اړه د تجربې سره سره هیوادونو د مالي امکاناتو د برابرولو لپاره د خپلو غوښتنو د لوږې اړوند پروګرامونو له لارې یوازې ۳۵ فیصده امکانات په راتلوونکی کال کې ترلاسه کړي دي. په بل عبارت نړۍ د لوږې د بحران د عمق په اړه د خبرتیا باوجود په دې نه ده توانیدلې چې د بودیجې د چمتو کولو په برخه کې ۶۵ فیصدو غوښتنو ته ځواب ووايي".

دا راپور ښيي چې په تیرو دریو کلنو کې د لوږې سره د مبارزې پروګرامونو ته نړیوال تمویل ډیر زیات کمښت تجربه کړی دی، لکه چې په ۲۰۲۱ کال کې نړیوالې ټولنې ۹۳ فیصده او په ۲۰۲۲ کال کې ۴۷ فیصده د مالي امکاناتو د برابرولو غوښتنو ته ځواب ورکړی دی.

" لوږې پروړاندې اقدام" ادارې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ټولو هغو هیوادونو چې مرستو د برابرولو غوښتنې یې کړې وې ۸۸ فیصدو یې د غوښتل شوې بودیجې نیمايي بودیجه ترلاسه کړې ده او هغه هیوادونه چې په لوړه کچه د لوږې سره مخ وو یوازې ۱۲ فیصدو یې د لوږې سره د مبارزې په برخه کې د پروګرامونو له لارې بودیجه ترلاسه کړې ده.

افغانستان، بوروندي، د مرکزي افریقا جمهوریت، د کاندو دیموکراتیک جمهوریت، ګواتیمالا،هایتي، هندوراس، کینا، لبنان، مداګاسکار، مالاوي، موزامبیک، پاکستان، سومالي، جنوبي سوډان، سوډان او یمن په هغو ۱۷ هیوادونو کې شامل دي چې د ۲۰۲۲ را وروسته یې په لوړه کچه لوږه تجربه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې ددغو ۱۷ هیوادونو د لوږې اړوند د بشپړو مالي امکاناتو د برابرولو لپاره ۸.۸۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده چې نږدې د هغو پیسو نیمايي جوړوي چې امریکا متحده ایالاتو کې په عمومي ډول د "سوپربول" وروستۍ مسابقې کې پرې شرطونه لګوي وو.

په دې راپور کې ویل شوي:" د نړۍ په کچه ۷۸۶ میلیونه کسان چې د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو د نفوس څخه زیات دي د لوږې څخه کړیږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د" لوږې پروړاندې اقدام" د ادارې اجرائیوي رئیس چارلز اوبا ویلي چې په داسې حال کې چې نړۍ ټولو ته په کافي اندازه خواړه تولیدوي اود لوږې په برخه کې د ملګرو ملتونو هدف ترلاسه کولو لپاره یوازې د ۲۰۳۰ کال پورې مالي منابع شته دی، هره ورځ میلیونونه کسان لا هم د لوږې څخه کړیږي او په خوارځواکۍ اخته ماشومان د مړینې د اټکل وړ مخنیوي له امله مري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG