د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د خوړو او د ښځو اړوند چارو لپاره ۸۸۶ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده


ملګري ملتونه وایي، افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې د نړۍ په اتو هیوادونو کې شامل دي.
ملګري ملتونه وایي، افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې د نړۍ په اتو هیوادونو کې شامل دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان مرستو ته اړو افغانانو ته د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره ۸۸۶ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ جنورۍ لسم (مرغومې ۲۰) یو خبري کنفرانس ته وویل چې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د ارزونو له مخې اوس مهال له هرو دریو افغانانو یو یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل خواړه به له کوم ځای ترلاسه کړي.

د سټیفن دوجاریک د وینا پر اساس د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د خوړو د نه خوندیتوب بحران په ډیره لوړه کچه لیدل کیږي.

سټیفن دوجاریک وویل چې ددې دمخه په لوړ مقیاس دوامداره مالي مرستو میلیونو افغانانو سره مرسته وکړه چې له دوو ژمو څخه بچ پاتې شي او له پنځه میلیونو څخه زیات کسان د قحطې له حالت څخه راووځي.

هغه وویل: " اوس د پراخې بودیجې د یو کال کمبود وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام یوازې کولی شي ډیرو ناهیلې شویو کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو په ژمي کې د خوړو د استمعال په برخه کې د جیره بندۍ له لارې لږ ترلږه ژوندي پاتې شي. د خوړو نړیوال پروګرام د ۱۵.۲ میلیونو سړو، ښځو او ماشومانو لپاره د خوړو او معیشتي ملاتړ د برابرولو لپاره په بیړني ډول ۶۷۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب په برخه کې د نړۍ اتو هیوادونو کې شامل دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۱.۲ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده. دغه صندوق ویلي چې داپیسې به په ۵۸ هیوادونو کې ۴۸ میلیونو ښځو ته د روغتیايي خدمتونو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي اړوند پروګرامونو له لارې په مصرف ورسیږي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د ۵۸ هیوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري. ددغې صندوق د اسیا او پاسیفک د سیمې مشر پیو سمیت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې سږکال د ملګروملتونو د وګړو د صندوق افغانستان ته ترټولو زیاته بودیجه چې ۲۱۶ میلیونه ډالر کیږي غوښتی ده.

پیو سمیت ویلي چې افغانستان کې دا پیسې د اتو میلیونو کسانو لپاره په کار دي: "زه په دوحه کې یم او مرسته کوونکو سره زمونږ د ژغورونکي کار خوندیتوب، روغتیا او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د هغوی د پرله پسې سخاوتمندانه ملاتړ د برابرولو په هکله بحثونه کوم".

ملګري ملتونه د افغانستان وضعیت لا هم ښه نه دی ګڼلی او ویلي دي چې د اقلیم بدلون اغیزو، د ځمکې لاندې ښخ شوي ماینونو او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونو د افغانانو ژوند د ډیرو ستونزو سره مخ کړی دی.

ددې سربیره د ایران او پاکستان څخه په ډله ییز ډول د زرګونو افغان کډوالو ستنیدل او په ټولنه کې د ښځو په مشارکت باندې محدودیتونو په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا لا زیاته کړې ده.

دغې ادارې ویلي افغانستان کې به د خلکو بشري اړتیاوې په روان ۲۰۲۴ کال کې هم د تیر ۲۰۲۳ کال په څیر په لوړه کچه پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته د ټولو اړو افغانانو له ډلې شاوخوا ۷۳ فیصدو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.

اوچا په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. ددې دمخه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې مرستو ته اړو افغانانو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG