د امریکا د متحدو ایالتونو ساحلي ګارد د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (سرطان لومړۍ) وویل، د ټایټان په نامه اوبتل، چې د ټایټانیک کښتۍ د پاتې شونې لیدو ته یې سیلانیان بیولي وو، چاودېدلی او په کې سپاره پنځه واړه کسان مړه شوي دي.
د ساحلي ګارد مقاماتو په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د مړه شویو کسانو کورنیو ته یې خبر ورکړی دی.
دا اوبتل څو ورځې مخکې د اوبو تل ته له ښکته کېدو وروسته ورک شو او له خپل مرکز سره یې اړیکې پرې شوې. د ساحلي ګارډ یو مقام جان مایګور وویل چې د لټون په عملیاتو کې موندل شوې پاتې شونې «د اوبتل د ویجاړونکې چاودنې سره مطابقت لري».
هغه زیاته کړه: «د لټون په دغه پیچلي عملیات کې پراخ ملاتړ ستایل شوی دی. د اوبتل د سپرو د کورنیو او خواخوږیو سره د زړه له تله غمرازي کوو.»
د «اوشن ګیټ اکسپېډېشن» په نامه شرکت، چې په اوبتل کې خلک د ټایټانیک کښتۍ د پاتې شونو لیدو لپاره د اوبو تل ته ښکته کوي، په یوې اعلامیې کې داوبتل د پنځو سپرو مړینه تائید کړې ده.
په مړو کې د دغه شرکت اجرايي مشر سټاکټن رش هم شامل دی. څلور نور سپاره شهزاده داود او زوی یې سلیمان داود، همېش هارډېنګ او پاول-هنري نارجیولیټ نومېږي چې د اعلامیې په اساس«بدبختانه مړه شوي» دي.
د «اوشن ګیټ اکسپډېشن» شرکت په اعلامیې کې د پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه یې هم ویلي دي چې مقامات څنګه پوه شول د اوبتل سپاره مړه دي. په دغه اوبتل کې د ۹۶ ساعتونو لپاره اکسیجن هم و، چې وخت یې د پنجشنبې په ورځ سهار پای ته ورسېده.
دغه شرکت ویلي وو چې ټایټان د اټکل له مخې د څلورو ورځو لپاره د تنفس اخیستلو اکمالات لرل، خو کارپوهان وايي که سپرو اقدامات کړي وي، دا موده غځېدلای هم شي.
دغه اوبتل د یکشنبې په ورځ د ټیټانیک د ډوبې شوې تاريخي کښتۍ د پاتې شونو لیدلو لپاره څلور کیلو میتره لاندې د اطلس سمندر د اوبو تل ته ښکته شو او ټاکل شوې وه تر اووه ساعته سفر وروسته بیرته راوګرځي.
د ټایټانیک کښتۍ په ۱۹۹۲ کال کې له بریتانیا څخه متحده ایالاتو ته په لار د شمالي اتلانتیک په سمندر کې له یو کنګل سره وجنګېدله، ماته شوه او شاوخوا ۱۵ سپاره یې مړه شول.
د ټایټانیک کښتۍ ټوټې په ۱۹۸۵ کال کې د کاناډا له ساحل څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لیرې او ۴۰۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې وموندل شوې او د څېړونکو او سیلانیانو پام یې ځان ته واړوه.