د لاس رسي وړ اتصالات

د ټایټان اوبتل د عملې د ژغورلو لپاره پراخه هڅې؛ د اوبتل اکسیجن د ختمیدو په حال کې دی


په اوشن ګيټ پوري اړوند د ټايټان توریستي اوبتل چې له تیرې یکشنبې ورځې راهیسې د اطلس په سمندر کې لاردرکه شوې ده.
په اوشن ګيټ پوري اړوند د ټايټان توریستي اوبتل چې له تیرې یکشنبې ورځې راهیسې د اطلس په سمندر کې لاردرکه شوې ده.

په داسې حال کې چې د ټايټان اوبتل کې د اکسیجن ذخیره په څو راتلونکو ساعتونو کې پای ته رسیږي، ددغه توریستي اوبتل د موندلو او د پنځو مسافرینو د ژغورلو لپاره هڅې پراخه او ګړندۍ شوي دي.

دغه اوبتل د یکشنبې په ورځ، جون ۱۸مه ( غبرګولی ۲۸مه) ‌په داسې حال کې لادرکه شوه چې پنځه کسان یې د ټیټانیک د ډوبې شوې تاريخي کښتۍ د پاتې شونو لیدلو لپار وړل چې د څلورو کیلومټرو په ژوروالی د اطلس سمندر په تل کې پرته ده.

د امریکا د ساحلي ګارد د مسوولینو په وینا، د ټایټان اوبتل چې د یکشنبې په سهار اته نیمې بجې یې د ټیټانیک د ډوبې شوې کښتۍ پر لوري خپل سفر پیل کړ، ټاکل شوې وه تر اووه ساعته سفر وروسته بیرته راوګرځي.

پداسې حال کې چې ددغه اوبتل د موندلو لپاره اوس مهال نوي تجهیزات کارول کیږي،‌ مرستندویه ډلې د نویو پرمختللیو تجهیزاتو او د اوبو له لاندې څخه د غږونو په اوریدلو سره له یوې خوا خوشبینه دي، خو له بلې خوا وايي چې د اوبتل د پنځو مسافرو د ژوندي موندلو احتمال ناشونی ښکاري.

ځکه ژغورونکې په ټايټان اوبتل کې د ۹۶ ساعتونو لپاره د اکسیجن زیرمې ته په کتو سره اټکل کوي چې د دغه اوبتل پنځه تنه مسافر ښايې د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې د اکسیجن له کمښت سره مخ شي.

په ورته وخت کې، څو ګڼ ملیتیزه مرستندویه ادارې چې د متحده ایالاتو او کاناډا پوځي الوتکې، د ساحلي ګارډ کښتۍ او له لیرې واټنه کنټرول کیدونکې روبوټونه پکې شامل دي – د غږ موندلو یا 'سونار' پر مټ د اوبو لاندې غږونو ته نږدې په شمالي اتلانتیک سمندر کې خپلې هڅې متمرکزې کړې دي.

همدا راز د پنجشنبې په ورځ، یوه فرانسوي څېړنیزه بېړۍ چې په یو پرمختللی روباټ سمبال دی او د اوبو لاندې تر شپږ زره متره پوري پلټنه کولی شي، د ډوبې شوې ټایټانیک بېړۍ ځای ته ورسېده.

د بریتانیا د سویلي قطب د‌ څار په بنسټ کې، څیړونکي روب لارټر، یو خبري کنفرانس ته وویل، هغه فکر کوي چې ویکتور ۶۰۰۰ روباټ د ژغورنې یواځینۍ او "اصلي هیله" ده.

همدا راز پر طبي وسایلو سمبال د کاناډا یوه بله کښتۍ د پنجشنبې په سهار د ژرغونې د عملیاتو سیمې ته ولاړه، خو کاناډایی رسنیو راپور ورکړ چې تمه نه کیږي دغه کښتۍ دې نن له غرمې مخکې یادې سیمې ته ورسیږي.

په ورته وخت کې د اوبو لاندې څخه اوریدل شويو غږونو داسې هیلې را ټوکولي دي چې د ټايټان توریستي اوبتل مسافر لاهم ژوندي دي، خوکارپوهان ندي توانیدلي ددغه غږونو سرچینه تایید کړي.

ددې اوریدل شویوغږونو په اړه د امریکا د ساحلي ګارد څخه جیمي فریډریک وویل: "په حقیقت کې موږ نه پوهیږو چې د دې غږونو سرچینه څه ده، خو موږ باید ورته خوشبینه او هیله من و اوسو."

د ټایټان د توریستي اوبتل پنځه مسافر، بریتانوي میلیارډر همیش هارډینګ، پاکستانی سوداګر شهزاده داوود او د هغه زوی سلیمان چې برتانوي اتباع هم دي، ۷۷ کلن فرانسوي پاول هینري نیرګول او د اوشن ګیټ اجراييوي مدیر او څښتن، ۶۱ کلن سټاکون راش دي.

د ټايټان توریستي اوبتل دغه مسافرینو د ټایټانیک د ډوبې شوې ټاريخي کښتۍ د پاتې شونو د لیدود لپاره چې اته ساعته یې دوام کاوه،‌ هر یو ۲۵۰ زره ډالر ورکړي وو.

یاده دې وي‌، ټایټانیک د خپل وخت پرمختللې مسافروړونکې کښتۍ وه، چې په ۱۹۱۲ کال کې له بریتانیې څخه متحده ایالاتو ته د سفر په مهال په شمالي اتلانتیک سمندر کې د کنګل له یوې غټې ټوټې سره له جنګېدو وروسته ډوبه شوه او ۱۵۰۰ کسان پکې مړه شول.

د ټایټانیک کښتۍ ټوټې په ۱۹۸۵ کې د کاناډا له ساحل څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لیرې د اوبو له سطحې ۴۰۰۰ متره لاندې د سمندر په تل کې وموندل شوې او د څېړونکو او سیلانیانو د پام وړ وګرځېدلې.

XS
SM
MD
LG