د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو هڅو په لړ کې د طالبانو د حکومت یو پلاوی اسلام اباد ته تللی


د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شرین اخوند
د طالبانو د حکومت د کندهار والي ملا شرین اخوند

اسلام اباد کې سرچینې وايي چې د طالبانو د حکومت د کندهار د والي ملا شرین اخوند په مشرۍ یو پلاوی د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" په ګډون په یو لړمسلو د خبرو لپاره پاکستان ته رسیدلی دی.

دغو سرچینو د جنورۍ په دوییم (مرغومې ۱۲) امریکا غږ ته ویلي چې د ملا شرین اخوند په مشرۍ دا پلاوی د سه شنبې په مازیګر اسلام اباد ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې چې دا پلاوی به د پاکستاني چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" په سر د کابل او اسلام اباد ترمنځ راپورته شویو ستونزو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد د مدیریت او امنیت په ګډون په دواړخیزو مسلو خبرې وکړي.

د طالبانو د کندهار والي محمد علي حنفي چې په ملا شرین اخوند مشهور دی ددغې ډلې مشر ته په نږدې کسانو کې ګڼل کیږي، هغه ددې دمخه هم تیر ۲۰۲۳ کال کې د پاکستاني چارواکو سره د کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړوند مسلو د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی و.

سرچینو ویلي چې، په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او کورنیو چارو د وزارتونو او همدارنګه د استخباراتو د ریاست چارواکي شامل دي. ټاکل شوې چې دا پلاوی به د چهارشنبې په ورځ جنورۍ درییم (مرغومې ۱۳) د پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړي.

د ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې لسم) په یو راپور کې اسلام اباد ته د ملا شیرین د سفر عمده هدف د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د وسله والې ډلې په سر د اسلام اباد او کابل ترمنځ د خرابو شویو اړیکو د رغولو یوه هڅه ګڼلې وه.

په دې راپور کې ویل شوي: "اسلام اباد کې به د ملا شرین اخوند په تعاملاتو کې د استخباراتو او د بهرنیو چارو وزارت سره ملاقانونه هم شامل وي".

د ډان د ورځپاڼې د راپور له مخې ددې وړاندې هم ملا شیرین پاکستان سره په اړوندو مسلو کې بوخت پاتې شوی او هم د طالبانو د حکومت له خوا د "ټي ټي پي" سره په اړیکو کې دی.

د طالبانو حکومت پاکستان ته د دغې ډلې د کندهار د والي په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

د ملا شرین اخوند په مشرۍ د طالبانو د حکومت دغه پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته تللی چې پاکستاني ملکي او نظامي چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې څخه د ملاتړ تورونه لګولي دي.

پاکستاني چارواکو د طالبانو له حکومت څخه د ټي ټي پي د ډلې د وسله والو پر خلاف د عملي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي دي چې د طالبانو حکومت دې د دغې ډلې وسله وال ونیسي او اسلام اباد ته دې وسپاري.

خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد په خلاف وکاروي.

د بلې خوا د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د هڅو په لړ کې ممکن په نږدې ورځو کې کابل ته سفروکړي.

مولانا فضل الرحمان ویلي چې په پاکستان کې په پارلماني ټاکنو کې مصروف دی خو زیاته کړې ده چې ددې امکان شته چې دی راتلونکې اونۍ د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر وکړي.

ښاغلي فضل الرحمان د جنورۍ په لومړۍ ورځ (مرغومې ۱۱) د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په ډېره اسماعيل خان کې يو خبري کنفرانس ته وويل چې کابل ته یې د سفر هدف د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ "د بې باورۍ فضا" ختمول دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې مولانا فضل الرحمان ته يې افغانستان ته د سفر بلنه ددې لپاره ورکړې چې د یوې خوا د طالبانو د حکومت پر خلاف د تبلیغاتو مخه ونیسي او د بلې خوا د مولانا فضل الرحمان پواسطه پاکستانیانو ته د روانو مسلو په اړه حقایق هم ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG