د لاس رسي وړ اتصالات

ترهګرو په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې نږدې ۱۰۰۰ تنه وژلي: راپور


یو راپور چې یکشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۱) خپور شوی پکې ویل شوي چې وسله والو ډلو په پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۵۰۰ ملکیان او تقریباً همدومره د امنیتي ځواکونو غړي په بریدونو کې وژلي دي.

پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په تیرو شپږو کالونو کې دومره ډیر کسان په پاکستان کې په یو کال کې ندي وژل شوي.

په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنې لپاره خپلواک مرکز پدې راپور کې ویل شوي چې تر ټولو ډیر ترهګریز بریدونه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې شوي او ډیره مرګ ژوبله هم په همدې ولایتونو کې شوې.
په راپور کې یادونه شوه چې ۲۰۲۳ کال د پاکستان پولیسو او پوځ لپاره تر ټولو خونړی کال و ځکه چې د دواړو ادارو څه باندې ۵۰۰ غړي د ترهګرو په چاودونو او کمینونو کې وژل شویدي.

د پاکستان په امنیتي ځواکونو د دې بریدونو د کولو ادعا د تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان، بلوڅ بیلتون غوښتونکو او د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې په نامه وسله والو ډلو کړي.

د پاکستان پوځ هم ویلي چې لږ تر لږه ۲۶۵ افسران او سرتیري یې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هیواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو او د وسله والو په بریدونو کې وژل شویدي.

وسله والو د ډسمبر په میاشت کې د خیبر پښتونخوا په یوې ولسوالۍ کې د پوځ په یوې اډې برید وکړ او لږ تر لږه ۲۳ سرتیري یې ووژل چې د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید و.

د خیبر پښتونخوا په ولایت کې هم چارواکو پخپل کلني راپور کې چې تیره اوونۍ یې خپور کړی، ویلي چې ۱۸۵ غړي یې د وسله والو په برید کې وژل شویدي خو د بلوچستان ولایت مسؤلینو بیا تر اوسه په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو پولیسو شمیرې ندې خپرې کړي.

سره لدې چې پاکستان ادعا کوي د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي او نور وسله وال چې د دې هیواد په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه د بریدونو بندوبست کوي خو په افغانستان کې طالب چارواکي دا تورونه نه مني او وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG