د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د کندهار والي 'د اړیکو د ښه کولو لپاره پاکستان ته' ځي


Taliban Pakistan Flags
Taliban Pakistan Flags

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ټاکل شوې چې د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د ډلې په سر د ترینګلو اړیکو ښه کیدو لپاره د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین په مشرۍ یو پلاوي په څو ورځو کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

د ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې لسم) په یو راپور کې اسلام اباد ته د ملا شیرین د سفر عمده هدف د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د وسله والې ډلې په سر د اسلام اباد او کابل ترمنځ دخرابو شویو اړیکو د رغولو یوه هڅه ګڼلې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: " اسلام اباد کې به د ملا شرین اخوند په تعاملاتو کې د استخباراتو او د بهرنیو چارو وزارت سره ملاقانونه هم شامل وي."

په دې راپور کې ویل شوي چې دا پلاوی به د راروان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې په لومړیو کې پاکستان ته ولاړ شي.

د ډان ورځپاڼې په دغه راپور کې د طالبانو په حکومت کې د ملا شیرین د رول په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي دي چې هغه د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره نږدې اړیکې لري او په نظامي او هم په سیاسي چارو کې فعال دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې ددې وړاندې هم ملا شیرین پاکستان سره په اړوندو مسلو کې بوخت پاتې شوی او هم د طالبانو د حکومت له خوا د "ټي ټي پي" سره په اړیکو کې دی.

پاکستان ته د ملا شیرین د سفر په اړه دا رپوټونه په داسې حال کې ورکړل شوي چې د طالبانو حکومت اسلام اباد سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته د کابل څخه د لیدنې بلنه ورکړې ده.

مولانا فضل الرحمان د پنجشنبې په ورځ ډسمبر د ډسمبر ۲۸ ( مرغومې اووم) په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې په پاکستان کې د نوي ۲۰۲۴ میلادي د فبرورۍ د میاشتې په اتمه د پارلماني ټاکنو وروسته به د طالبانو د حکومت په بلنه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره سفر وکړي.

فضل الرحمان وویل چې کابل ته د سفر بلنه ورته د طالبانو د حکومت له خوا ورکړل شوې دې هم منلې خو دې به د راروانو پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته لاړ شي. هغه وویل: "د پاکستان ثبات د افغانستان ضرورت دی او د افغانستان استقلال د پاکستان ضرورت دی."

ځینو پاکستاني خبریالانو د ایکس په پاڼه کابل ته د فضل الرحمان د سفر د فسح کیدو رپوټونه هم ورکړي دي، خو تراوسه په رسمي ډول دا رپوټونه نه دي تائید شوي.

د طالبانو حکومت پاکستان ته د دغې ډلې د والي د سفر په اړه تراوسه تبصره نه ده کړې. خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو حکومت د ملي تلویزیون سره په مرکه کې کابل ته د فضل الرحمان سفر بلنه تائید کړې وه.

په دې وروستیو میاشتو کې د یوې خوا په پاکستان کې د تروریستي ډلو بریدونه زیات شوي، چې پاکستان وايي د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې له خوا ترسره کیږي او د بلې خوا د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو د پریکړې وروسته د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

پاکستان حکومت د طالبانو پر حکومت د تحریک طالبان پاکستان له ډلې د ملاتړ تور لګولی او ویلي دي چې دغه ډله په دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د دغه پوځ د قول اردو د قومندانانو د ۲۶۱ دوه ورځينۍ غونډې په پای کې د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۲۸(مرغومې اوومه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي ویلي دي چې په یو 'ګاونډي هیواد' کې د ټي ټي پي په فعالیتونو اندیښمن دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د کنفرانس ګډونوالو په ګاونډي هیواد کې د ټي ټي پي د منع شوې ډلې او نورو تروریستي ډلو د پناه ځایونواو هلته په ازاد ډول د اقداماتو ترسره کیدلو او نوو وسلو ته د هغوی لاس رسی د پاکستان امنیت لپاره ګواښ ګڼلی او ورباندې یې اندیښنه ښودلې ده."

طالبانو په پرله پسې ډول د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې ردې کړي او ویلي دي چې هیچاته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG