د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان په نړي کې د مهاجرو د شمیر له مخې دریم هیواد دی 


په پاکستان کې افغان مهاجر
په پاکستان کې افغان مهاجر

ملګري ملتونه وايي، اوس مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له خپل هیواد بهر د مهاجرو په توګه ژوند کوي او درې نیم میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي دي.

د جون شلمه په ټوله نړۍ کې د مهاجرو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. ملګري ملتونه وايي بهر کې د میشتو ۲.۷ میلیونو افغان مهاجرینو د شتون له امله افغانستان په نړۍ کې د زیاتو مهاجرو لرونکو هیوادونو په ډله کې درییم هیواد دی.

د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ 'UNHCR' د افغانستان د دفتر مشر لیونارډ زولو وايي، چې اوس مهال له شپږ میلیونو څخه زیات افغانان په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي.

ښاغلي زولو وویل: "د UNHCR د اسنادو له مخې د ۲۰۱۲ کال راهیسې ۳.۵ میلیونه افغانان د جنګ جګړو له امله دننه په خپل هیواد کې بې ځایه شوي چې د هغوی ستونزې د اوږدې مودې هواري ته اړتیا لري. د بې ځایه شوو د وضعیت حقیقت ته په کتنې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان د نفوس له ۵۸ فیصدو زیات اوسیدنکي مرستو ته اړتیا لري. همداشان د ورکړل شوو راپورونو له مخې ۲۴ میلیونه خلک د سختې لوږې د حالت سره مخ دي چې ګډو بشري هڅو ته اړتیا ده ترځو دوی د خوراک لپاره لازم خواړه برابر کړي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د افغانستان د دفتر مشر د دوشنبې په ورځ کابل کې د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غوڼدې ته چې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارو له وزارت په نوښت جوړه شوې وه وویل چې نړۍ کې د هغو کسانو شمیر چې د جګړو او بشري ناخوالو له امله خپل هیواد پریښودلو ته اړ شوي له سل میلیونو اوښتی دی. هغه دا د بشریت لپاره یوه نړیواله ستره تراژیدي وبلله.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت او د ملګروملتونو د مهاحرینو عالي کمیشنرۍ د دوشنبې په ورځ د مهاجرنیو ورځ کابل کې په یوه ګډه غونډه کې ونمانځله.

دې غونډې ته د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وویل، چې له افغانستان څخه بهر ته مهاجرتونه پر دغه هیواد د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل سره سم پیل شو چې د دغه یرغل وروسته پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو ناتو د ځواکونو د یرغل پر مهال دا مهاجرتونه نور هم زیات شو.

هغه د افغانستان په ځینو ګاونډیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو سره د ناسم چلند یادونه وکړه او د ګاونډیو هیوادونو یې وغوښتل چې افغانستان کې د ژوند د امکاناتو د برابریدو تر مهاله دې افغان مهاجرین په زور له خپلو هیوادو نه شړي.

خلیل الرحمان حقاني د ملګروملتونو او ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې هغو افغان مهاجرینو ته چې په دغو هیوادونو کې تراوسه د اوسیدلو قانوني اسناد نلري هغوی راجسټر کړي چې د تګ راتګ پر مهال د ستونزو څخه خلاص شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم له ګاونډیو هیوادونو ورته غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده چې ګاونډی هیوادونه به وطن ته د ستنیدلو تر مهاله مهاجرینو کوربتوب ته دوام ورکړي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې په ایران او پاکستان کې د شاوخوا دوه نیم میلیون راجسټر شوو افغان کډوالو د اوسیدنې سربیره له همدې شمیر یو څه زیات نور کډوال د مهاجرت د اسنادو پرته ژوند کوي.

ملګري ملتونه وايي، چې د ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو څخه پنځه نیم میلیونه افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي، خو په تیرو دوه لسیزو کې په سلګونو زره نور د جنګ جګړو او اقتصادي ستونزو له امله بیرته بهرنیو هیوادونو ته ګډه شوي دي.

د ملګروملتونو د مهاجرنیو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د پنځلسمې وروسته ۲۵۰ زره افغانان یوازې پاکستان ته کډه شوي دي. ایران ویلي چې په دغه موده کې په سلګونو زره افغانان دغه هیواد ته ورغلي دي. د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په دغه موده څه باندې اوه سوه زره افغانان بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG