د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د طالب بندیانو پرېښودل وځنډول


طالبان وايي باید ۵۰۰۰ بندیان یې یو وار پرېښودل شي
طالبان وايي باید ۵۰۰۰ بندیان یې یو وار پرېښودل شي

د افغانستان حکومت له خپلو زندانونو څخه د طالبانو د ١٥٠٠ بندیانو د پرېښودو بهیر ځنډولی دی.

د افغانستان د ملی امنیت د شورا یو ویاند ویلي دي چی د بندیانو د نه خوشې کولو په اړه دا پریکړه له دې امله شوې چې د هغو په دوسیو باندې له سره د غور کولو ضرورت لیدل کیده.

ټاکل شوې وه دا بهیر نن شنبه (مارچ۱۴) پیل شي.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس وايي ښايي د افغان حکومت دا پرېکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه خرابه کړي. ددغې موافقې په اساس باید د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي.

ښاغلي غنی د تیری یکشنبی په ورځ ویلي وو چې حکومت د خپل ښه نیت د ښودلو لپاره د طالبانو د ١٥٠٠ بندیانو د ازادولو پریکړه کړې او ۳۵۰۰ به یې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د خبرو له پیل ورسته پرېښودل کیږي.

طالبانو د ولسمشر غني دا طرحه رد کړه او وویل چې باید ټول ۵۰۰۰ کسان په یو وار پرېښودل شي.

د افغانستان لپاره د اروپاپي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا په خپل ټویټر کې لیکلي وو: "دا واقعیت دی چې د طالب زندانیانو پرېښودل دامریکا او طالبانو د تړون یو شرط دی. خو دا هم یو واقعیت دی چې افغان حکومت د دغه تړون برخه نه دی او نه یې پلی کولو ته ژمن دی او نه هم د دغه تړن ملاتړی و."

XS
SM
MD
LG