د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو 'لویې غونډې' کې د ښځو په ګډون ټینګار


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

یو شمېر دیني عالمانو د طالبانو د حکومت له لوري د 'دیني علماو او قومي مشرانو' په جوړېدونکې لویې غونډې کې د مېرمنو په ګډون ټینګار وکړ.

دغو ښځینه دیني عالمانو او مدني فعالانو نن سه شنبه جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل که د افغانستان د خلکو غوښتنې په نظر کې ونه نیول شي د افغانستان ستونزې به هواري نشي.

د دغه ناستې یوې ګډونوالې او دینې عالمې ستارې وویل چې ښځو د اسلام تاریخ په اوږدو کې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې ونډه لرلې او په خبره یې د طالبانو حکومت هم باید مېرمنو ته په ملي پرېکړو کې ونډه ورکړي.

نوموړې زیاته کړه: "د اوسني حکومت نظام چې په هیواد کې د شریعت د پلي کېدو ادعا کوي هغوی مکلف دي چي په ملي پرېکړو او د جرګو سهم کې مېرمنو ته فعاله ونډه ورکړي. او په ځانګړي ډول د تعلیم او تربیې په بحثونو کې چې میاشتې تیري شوي دي تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بندېدو په اړه پرېکړه هیڅ وروستۍ کیږي نه. مستقیم خطاب ورته کوم چې پرېکړه وکړي او ښوونځي خلاص کړي او پر سربیره په جرګو کې کې مېرمنو ته ونډه ورکړي."

د افغانستان د نارینه او ښځینه دیني عالمانو استازو پخپل پرېکړه لیک کې همدارنګه اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت لخوا د جوړېدونکي لویې جرګې د پایلو او پرېکړو په اړه هیڅ معلومات نلري چې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه به څه پرېکړې وشي.

د یادې غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي: "د علماو د جرګې جوړېدل مثبت ټکی دی او هرکلی یې کوو، له اسلامي امارت څخه غواړو چې د مدني ټولنې ښځینه او نارینه دیني علماو ګډون ته پکې لاره پرانیزي. له دې امله چې په دې جرګه کې به ټولو ملي مسائلو خبرې کیږي او ښځې د ټولنې نیمايي نفوس جوړوي، نو په پریکړو کې باید ګډون ولري.د دوی د نه ګډون په صورت کې به د افغانستان د خلکو په اړه پرېکړه نا عادلانه وي."

د دغه ناستې یوه ګډونوال احمدضیاء انوري هم وویل: "که د افغانستان د خلکو غوښتنې په نظر کې ونه نیول شي، د افغانستان په وړاندې پرتې ستونزې به حل نشي."

د طالبانو حکومت په نژدې وختونو کې په کابل کې د دیني علماو د یوې لویې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، خو روښانه نه ده چې په یاده غونډه کې ښځو ته هم ورکړل شوې او کنه.

که څه هم طالبانو د یادې غونډې د تر سره کېدو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې ټاکل شوې یاده غونډه سبا چهارشنبه په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې تر سره شي.

ویل کیږي چې په دغه غونډه کې له هر ولایت او ولسوالۍ څخه د دیني علماء او قومي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د تیرې مۍ میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د شته ستونزو او سیاسي مسلو په سر د مشورو لپاره په پام کې ده چې کابل کې یوه غونډه جوړه شي.

تیره ورځ د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار وویل، خلک ډير هیله من دي دغه جرګه به د ښځو او نجونو حقوقو د نقضولو د مخنیوي په برخه کې لږه ګټوره وي.

اغلې بار ټينګار کړی دی چې "دا په دې معنا نه ده یو تصمیم نیوونکی بنسټ چې ښځې مستثنی کوي، کولای شي مشروعیت ولري".

XS
SM
MD
LG