د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي د تیلو د انتقال پر یو مرکز د بي پیلوټه الوتکې برید شوی


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د سعودي عربستان چارواکي وایي د تيلو د انتقال یو عمده مرکز یې د بي پیلوته الوتکې له برید وروسته فعالیت وځنډوه.

د سعودي تر دغه اعلان څو ساعته مخکې په یمن کې حوثي شیعه یاغیانو ادعا وکړه چې د سعودي د تیلو پر مهمو تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح وايي چې د تیلو دا دوه پمپ ستیشنونه په ریاض کې دي او له هغه ځای څخه د سرې بحري ساحلي ایالت ینبو ته تیل لېږدوي.

اسوشیتډ پرس وايي چې د تیلو دا ستیشنونه له ینبو څخه ۱۲۰۰ کیلو مېتره لېري دي.

ښاغلي الفالح وویل "د سعودي د ارامکو شرکت د اوس لپاره په دغو پمپ ستیشنونو کې د تیلو انتقال بند کړی او په زیانمن شوي پمپ ستیشن او پایپ لاین کې حالت ارزوي چې بېرته عادي عملیات پیل کړي".

دغه پاپیلاین په ورځ کې د پنځو میلیونه بیلر تیلو د انتقال او لېږدولو ظرفیت لري.

دا ستیشنونونه څو لسیزې مخکې جوړ شوي دی.

ښاغلی الفالح وايي"دا ډول بریدونه موږ اړ باسي چې د ایران له ملاتړه د برخمنې حوثي ډلې په ګډون د ټولو هغو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړو چې په دا ډول بریدونو کې دخیل دي".

حوثي یاغیان وايي چې دوی د سه شنبې په ورځ (مۍ۱۴) د سعودي د تیلو پر تاسیساتو د بي پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د سعودي عربستان د انرژي وزیر وایي چې دا ترهګریز برید یوازې پر سعودي برید نه دی بلکې د هغه په خبره نړۍ ته د تیلو د انتقال پر پایپلاینونه او اقتصاد برید دی.

دا خبرونه داسې مهال خپریږي چې د متحده عربو اماراتو په ساحل کې هم د سعودي پر بېړیو او د تیلو پر ټانګرو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. په همدې حال کې امریکا سیمې ته الوتکې او نور پوځي وسایل او تجهیزات استولي چې د ایران د ممکنه ګواښ او خطر مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG