د لاس رسي وړ اتصالات

په لاهور کې یو ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل


تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی
تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی

د پاکستان د لاهور ښار څخه تازه راپورونه وايي چې یو ځانمرګي لږ تر لږه ۲۶ تنه وژلي دي.

چارواکي وایي چې چاودنه د لاهور ښار د سبزیو په پخواني مارکیټ کې شوېده. په پیښه کې اکثره وژل شوي او ژوبل شوي پولیس دي.

په برید کې شاوخوا ۱۹ کسان زوبل شوي هم دي، پاکستاني طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

د پولیسو یو افسر کاشف اسلم وایي، د برید هدف هغه پولیس و چې سیمې ته د یو بازار د ورانولو لپاره تللي و. دغه بازار خلکو پخپل سر جوړ کړی و. پولیس وايي د ابتدايي معلوماتو له مخې شک کیږي چې دا به ځانمرګی برید وي.

د رویټرز د خبر له مخې د پنجاب ایالت وزیر اعلی شهباز شریف دغه پیښه غندلې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان هم برید غندلی او ویلي یې دي چې ښایي د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمیر به نور هم زیات شي.

په روان میلادي کال کې دا څوم ځل دی چې د لاهور په ښار کې دا ډول چاودنې کیږي. تیر کال هم پدې ښار کې غټه چاودنه شوې وه چې د اویاوو نه زیات کسان پکې وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG