د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د طالب بندیانو له خوشي کولو باید د ټاکنیز کمپاین استفاده ونشي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، طالب زندانیان د حسن نیت په هدف خوشي شوي او باید له دې کار څخه د ټاکنیز کمپاین لپاره استفاده ونشي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۲۷مه» د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، که چیري یاد زندانیان د «ټاکنیز کمپاین» په هدف خوشي شي، د سولې بهیر ته به هېڅ ګټه ونه کړي.

هغه وویل:"د طالب زندانیانو خوشي کول د حسن نیت له‌مخې تر سره شوی، خو که چیري دغه ډول اقدامات یو ځل بیا د کمپاین بڼه ولري او د ټاکنیز کمپاین سره تړلې وبلل شي، بیا هغه خپل اصلي تاثیر له لاسه ورکوي."

عبدالله دا اندېښنه پر داسې مهال ښيي چې ولسمشر محمد اشرف غني د تير کوچني اختر په مناست وینا کې د ۸۸۷ زندانیانو د خوشي کولو اعلان وکړ چې تر دا مهاله د یو شمېر د خوشي کولو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ولسمشر غني هغه مهال وویل، چې یاد زندانیان د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنې ته په درناوي د سولې په خبرو کې د باور رامنځته کولو په هدف خوشي کېږي.

د مشورتي لویې جرګې یوه غوښتنه داوه چې افغان حکومت او طالبان دي د حسن نیت په موخه د یو او بل بندیان خوشي کړي.

تر هغه وروسته د افغان حکومت یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې خوشي کېدونکي ټول زندانیان وسله وال طالبان دي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست او عدلي او قضايي ارګانونو تر څېړنو وروسته خوشي کېږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس او وسله طالبانو د زندانیانو د خوشي کولو په اړه د افغان حکومت د یاد اقدام هرکلی وکړ.

خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله که څه هم په ښکاره ډول د کوم چا نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې د سولې بهیر په یوه شخص پوري اړه نه لري، بلکي ټول افغانان د سولې غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړه:"په دغه هېواد کې یو شخص د سولې اتل نشي کیدای، د افغانستان خلک سوله غواړي او د افغانستان د خلکو د غوښتنې ښه استازیتوب باید وشي".

عبدالله عبدالله پر داسې مهال دا څرګندوني کوي چې نوموړی خپله هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی.

تر دې مخکې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نورو کاندیدانو هم ویلي، و چې د زندانیانو له خوشي کولو څخه باید د ټاکنیز کمپاین لپاره استفاده ونشي.خو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې یاد ګام یې د مشورتي لویې جرګې غوښتنې ته په کتو پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG