د ښوونې وزارت دولتي او خصوصي ښوونځیو ته لارښونه کړې چې په رسمي غونډو او محفلونو کې په ترانو ویلو کې له ۱۲ کالو پورته عمر لرونکو نجونو د ګډون نه ډډه وکړي.
دغه موضوع هغه وخت جدي شوه چې د کابل ښار د معارف ریاست یو مکتوب په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو. په مکتوب کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو مدیرانو او مسولینو ته خبرداری ورکړل شوی چې دې موضوع ته د نه پاملرنې په صورت کې به د سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
ددې مکتوب په یوه برخه کې ذکر شوي: "د کابل ښار ټولو دولتي، خصوصي او د سواد د زده کړو ښوونځیو ته جدي لارښونه کیږي چې له دې وروسته د اناثو د ترانې ټیمونو ته چې عمر یې له ۱۲ کالو پورته وي په مجلسونو او عمومي پروګرامونو کې د ګډون اجازه ورنکړي."
د افغانستان د ښونې وزارت وایي چې دغه تصمیم د زده کوونکو او د هغوی د والدینو د پرله پسې غوښتنو وروسته نیول شوی او دغه موضوع په ټول افغانستان کې دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ابلاغ شوې ده.
د ښوونې وزارت ویاندې نجیبه ارین، د جهارشنبې په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۲۰) ویلي چې اوسمهال د لیسو او متوسطو ښوونځیو د درسونو حجم زیات دی او ددغو دورو زده کوونکي نشي کولای د درسونو تر څنګ د "ترانې او سندرو" په ګډون په تشریفاتي پروګرامونو کې ونډه واخلي.
میرمن ارین زیاته کړه: "نو پدې توګه تصمیم دادی چې په ترانو او سرودونو کې د ابتدائیه ښوونځیو د شاګردانو -نجونو او هلکانو- مرسته واخیستل شي."
د افغانستان د ښونې وزارت ویاندې همداشان وویل چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کروناویروس د وبا په وجه د افغانستان معارف ته یو "ننګونکی" کال و او ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې په متوسطه او لیسو کې ځنځیري درسونه پیل شي.
د ښوونې وزارت دغه اقدام په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه زیږولي او یو شمیر کاروونکو پر دغه تصمیم انتقاد کړی دی.
د ښځو د حقونو مدافع عطیه مهربان، د ښوونې وزارت د تصمیم په غبرګون کې په خپل فیسبوک لیکلي: "د ښوونې وزارت سرپرسته لا ښځه ده. تاسف کوم، مدرسو ته د زده کوونکو استوړلو نتیجه ورنکړه اوس د نجونو ترانه ویل بند شول. مونږ د طالب د راتللو سره د همدې موضوعاتو په خاطر مخالف یو. که تاسې له طالب دمخه مونږ ته اسلامي امارت جوړوئ، نو ښه ده چې له تاسې فریبکارو غلو څخه طالب دغه امارت جوړ کړي."
افغان ورځپاڼه لیکوونکی جواد ناجي په ټویټر کې لیکلي دي: "جمهوریت د طالبانو راتګ ته تیاری نیسي". هغه امرالله صالح، ته په خطاب کې ویلي: "د حقانیه مکتب تر راتللو پورې یو وار ځان ته وګورئ."
افغان خبریالې نیلوفر لنګر د افغانستان د ښوونې وزارت د تصمیم په غبرګون کې په خپل ټویټز پاڼه لیکلي چې دغه وزارت په دغه اقدام سره تائید کړله چې طالبانو ته "د هیواد او خلکو" تسلیمول د ښځو د تصویر او غږ په ځپلو سره پیل کړي دي.
میرمن لنګر همداشان لیکلي چې: "تر نن ورځې پورې نجونو ترانې وویلې، نمایشنامې اجرا کړې او هنري فعالیتونه یې درلودل هیڅ کورنۍ شکایت ونه کړ. تازه کورنۍ د خپلو نجونو د ترانې ویلو سره مخالف شوي؟ ."