د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې په لومړي ځل یو بلوڅ د والي په توګه ټاکل شوی


د ایران کابینه
د ایران کابینه

د ایران حکومت چهارشنبې اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) د دغه هېواد د جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت لپاره په لومړي ځل د بلوڅ لږکیو یو سیاستوال د والي په توګه وټاکه.

د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د کابینې له غونډې وروسته وویل: "منصور بیجار د سیستان او بلوچستان د والي په توګه غوره شوی دی."

په ایران کې چې اکثریت وګړي یې شیعه دي، بلوڅان د سني لږکیو برخه ده او ۵۰ کلن منصور بیجار د د بلوڅانو د ټولنې غړی دی.

د هغه ګمارنه په سیستان او بلوچستان کې له هغه برید وروسته کیږي چې لږ تر لږه ۱۰ پولیس پکې ووژل شول. د جیش العدل سني وسله والې ډلې ددغه برید مسئولیت واخیست.

سیستان او بلوچستان له افغانستان او پاکستان سره پر پوله پروت دی او د ایران یو له ډېرو بې وزلو ولایتونو څخه شمېرل کیږي.

دا ولایت له اوږدې مودې راهیسې د بیلتون غوښتونکو او سني سخت دریځو له خوا په سرحدي سیمو کې د بریدونو له کبله مشهور دی چې په همدې سیمو کې وخت په وخت د ایران د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې هم رامنځته کیږي.

د جیش العدل ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا جوړه شوې، د ایران او امریکا دواړو له خوا "ترهګر سازمان" ګڼل کېږي.

له دې وړاندې د سپتمبر په میاشت کې، د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د کردستان ولایت لپاره یو سني سیاستوال د والي په توګه ونوماوه.

دا په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې لومړنی ځل و چې یو سني په دغه هېواد کې د والي په توګه وټاکل شو.

پزشکیان همدارنګه د اګست په میاشت کې، د سني اقلیت سیاستوال عبدالکریم حسین زاده د کلیو د پراختیا لپاره د خپل مرستیال په توګه ونوماوه. خو د ایران د پارلمان غړو د ولسمشر د مرستیال په توګه د حسین زاده د مقررېدو مخنیوی وکړ. د پارلمان وکیل مهرداد لاهوتي وروسته وویل چې پارلمان د "وړتیاو او تجربې" له امله په مقننه قوه کې د حسین زاده د ساتلو په حق کې رایه ورکړې ده.

خو د پارلمان وکیلانو چهارشنبې ناوخته د رایو په نتیجه کې د حسین زاده استعفا ومنله. پارلمان په خپل دریځ کې ددغه بدلون د لامل په اړه جزئیات ندي ورکړي.

د ایران حکومت تېره اوونۍ محمد رضا موالي‌زاده د جنوب لوېدیځ خوزستان ولایت لپاره چې عرب اقلیت لري، د لومړني عرب والي په توګه وټاکه.

شیعه اسلام د ایران د دولت رسمي دین دی او سنیان پکې د نفوس شاوخوا ۱۰ سلنه جوړوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG