د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې سره د دوحې بهیر په اړه خبرې کړي


په دوحه کې د امریکا سفارت ویلي چې میرمن ډیکر او افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزت ځانګړې استازې تیره ورځ روزمري دیکارلو سره په نیویارک کې کتلي دي.
په دوحه کې د امریکا سفارت ویلي چې میرمن ډیکر او افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزت ځانګړې استازې تیره ورځ روزمري دیکارلو سره په نیویارک کې کتلي دي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي غونډې پر مهال د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پام اوړیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې ده او رینا امیري د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو سره د دوحې د روان بهیر په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.

په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له خوا د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر ۲۵( تلې څلورم) په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې د میرمن ډیکر له قوله ویل شوي چې په نیویارک کې یې د افغانانو د پوهڼې د بهیر په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو سرپرست مرستیال جان باس ورته وینا وکړه هم برخه اخسیتې وه.

میرمن ډیکر ویلي: " زه بیرته نیویارک ته په ستنیدلو او د لوړه کچې د اونۍ غونډو کې برخې اخیستلو باندې ډیره زیاته خوشاله شوې یم...زما لومړۍ کتنه په ۱۲:۳۰ بجو د عمومي منشي د مرستیالې روزمري دیکارلو سره وه چې د خپلې ښه همکارۍ د افغان میرمنو او نجونو لپاره د ځانګړې استازې رینا امیري په ملتیا مې د دوحې د بهیر په اړه خبرې وکړې".

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې د میرمن دیکارلو سره د خپلې کتنې په اړه نور څه نه دي ویلي، خو میرمن دیکارلو د سپټمبر په ۲۳( تلې دوېیم) په ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغان میرمنو د استازو سره په یوه ګډه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش هم ورته وینا کړې وه، بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند ته په کتنې د دوحې بهیر دوام د طالبانو د حکومت له خوا بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو په اړه د چلند پورې تړاو ورکړی وو.

میرمن دیکارلو ویلي و:" په اصلاح د 'دوحې بهیر' د شاوخوا د ۳۰ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي یې په یوه غونډه کې د ' قدم په قدم ' کړنلارې له مخې سره راټول کړل: د حاکمو مقاماتو[طالبانو] څخه تمه کیږي چې حکومتداري لا ټولشموله کړي؛ د ښځو او نجونو حقونو درناوی وکړي او د تروریزم او نشه يي توکو پرخلاف اغیزمن اقدامات اوهڅې زیاتې کړي".

میرمن دیکارلو وویل چې ددې اقداماتو په بدل کې به په تدریجي ډول پر طالبانو باندې محدودیتونه کم شي.

خو سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشني ځانګړې استازې وویل چې د طالبانو د حکومت له خوا نوي اقدامات دغه بهیر د ځنډ سره مخ کوي.

میرمن دیکارلو وویل: " اوس مهال هغوی چې زمونږ په بهیر کې ګډون کوي ددې بهیر دوام غواړي، خو هغوی په رښتیا د طالبانو څخه دا تمه لري چې په دې بهیر کې په ښه نیت سره برخه واخلي. هغوی باید چې خپلو نړیوالو مسوولیتونوته پابند پاتې کیدل پیل کړي".

د روانې اونۍ له پیل څخه د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن په ګډون یو زیات شمیر نړیوال مشران د ملګرو ملتونو۷۹ عمومي غونډې ته د ویناو لپاره نیویارک ته تللی دي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر ویلي چې ټاکل شوې په راراونه اونۍ کې به هم د یو لړ غونډو په ترڅ کې په افغانستان کې د بشری حقونو او په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو وضعیت د ټولو افغانانو ته د زده کړو د امکاناتو برابرولو پاملرنه وشي.

میرمن ډیکر ویلي : " زده کړې د هرچا یو اساسي بشري حق دی. خو په افغانستان کې متاسفانه مونږ یو داسې حالت وینو چیرته چې د هیواد نیمايي نفوس ددغه حق څخه محروم شوی دی. بنآ هغوی ټولنې کې خپله ونډه نشي لرلی، هغوی د یو بریالي ، هوسا افغانستان رامنځ ته کولو کې ونډه نشي اخسیتلی".

کرن ډیکر ویلي چې د امریکا د هغو افغانانو ترڅنګ ولاړه ده چې هغوی زده کړې نشي ترلاسه کولای او امریکا متحده ایالات د خپل شریکانو لکه قطر هڅه کوي چې افغانانو ته په خپل هیواد کې د زده کړو امکانات برابر شي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړی د لومړۍ دورې څخه په پورته دورو کې یې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۴ په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتونو ته ځواب نه دی ورکړی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري او دوی هڅه کوي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې هم نجونو او ښځو ته د زده کړو امکانات برابر کړي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله ګڼلې او ویلي دي چې د نجونو د زده د پیلولو پریکړه وخت ته اړتیا لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG