د لاس رسي وړ اتصالات

کابلوف: طالبان نور د روسیې دښمنان ندي


د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې طالبان اوس د روسیې دښمنان نه دي، خو د ده په وینا د مسکو او طالبانو ترمنځ لا هم "ځانګړي سیاسي محدودیتونه" شته.

کابلوف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "زما مطلب دا نه دی چې طالبان زموږ لومړۍ درجه دوستان دي، خو ښکاره ده چې دوی زموږ دښمنان نه دي. طالبانو په ښکاره ویلي چې د پخواني شوروي اتحاد د ځای ناستي په توګه په روسیې باور لري."

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې څخه ده چې د طالبانو له حکومت سره منظمې اړیکې لري او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی. همدا راز په مسکو کې د افغانستان سفارت هم فعال دی او د طالبانو د شاردزافیر تر ادارې لاندې دی.

کابلوف وویل: "طالبان پخواني مجاهدین دي چې په افغانستان کې د سرو لښکرو او د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد جنګېدلي دي... طالبان داسې ګڼي چې په افغانستان کې زموږ [شوروي] کړنې ناسمې وې، خو هغوی د افغانستان په عصري کولو کې د شوروي اتحاد رښتیني مشارکت ته امتیاز ورکوي."

دغه روسي دیپلومات ویلي، چې که طالبان غواړي ځان "افغان وطنپال" ثابت کړي، نو باید داسې اقدام وکړي، چې لږ تر لږه د افغانستان له "بهرنۍ نړۍ" سره یې اړیکې خرابې نه شي. نوموړي د افغانستان په چارو کې د هند او روسیې د استازو له مشورتي ناستې وروسته وویل چې طالبانو ژمنه کړې چې د دوی له اړخه به هند او روسیې ته کوم ګواښ نه پیښیږي.

که څه هم طالبانو تل ادعا کړې چې له افغانستان څخه به نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نه پیښیږي، خو د افغانستان ګاونډیان په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران تل اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی.

یو شمېر امریکايي مقاماتو او سیاستوالو هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او ځینو یې ویلي چې دمخه تر دې چې ناوخته شي، دغه ډلې په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګه باید په افغانستان کې وځپل شي.

څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د داعش خراسان څانګه افغانستان او سیمې ته ګواښ دی.

تېر کال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې د ارزونې او څارنې ډلې د یو راپور په خپرولو سره ویلي وو چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله له ډیرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG