د لاس رسي وړ اتصالات

د موسساتو او حکومتي مرستو پرته د کوکنارو د بدیلو کښتونو کرکیله ګرانه ده - کروندګر


د موسساتو او حکومتي مرستو پرته د کوکنارو د بدیلو کښتونو کرکیله ګرانه ده - کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي چې هینجه، زعفران او نور کښتونه د کوکنارو بدیل دي، خو د مؤسساتو او حکومت له مرستو پرته کروندګر ته ګرانه ده چې دا کښتونه وکري او بیا یې په مناسبه بیه په مارکیټ کې وپلوري.

یو له دغو کروندګرو غفورجان دی، هغه په کندهار ولایت کې په خپلو زراعتي ځمکو کې کاهو کرلي دي. نوموړی وايي، چې له مرستې پرته عامو بزګرو ته ډیره ګرانه ده چې یاد کښتونه وکري.

هغه وویل" د تریاکو په ځای خو خلک وایې چې هینجه، زعفران او بعضي نور تخمونه دي چې هغه مؤسسات او حکومت یې خلکو ته ورکړئ، نو هغه بیا ګټه کوي چې تخمونه یې هم سم وې."

نوموړی وايي د کاهو کر کېله په کندهار کې له ډیر پخوا څخه دود لري او کندهاریان د پسرلي په موسم کې د کاهو میلې جوړ وي. غفور جان زیاتوی د کاهو مارکیت په کندهار کې د پسرلي په مو سم کې ډیر ښه وې او په کندهار کې ډیر

په کندهار او هلمند کې د اقلیمي شرایطو په وجه له پخوا څخه د سبزیو کښت په ژمي کې زیات وي. کاهو د سبزیو یو خاص ډول دی چې تر پسرلي مخکې حاصل ته رسیږي او خلګ یې په دودیز خوراکونو کې کار وي.

د روغتیايي ګټو تر څنګ یې کندهار کې کورنۍ د را ټولیدو په پلمه هم هر کال د پسرلي په موسم کې د خوراک مېله کوي.

XS
SM
MD
LG