د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطین د خپلواکې ادارې حکومت استعفا وکړه


محمد اشتیه وايي د خپل حکومت استعفا یې ولسمشر محمود عباس ته وسپاره
محمد اشتیه وايي د خپل حکومت استعفا یې ولسمشر محمود عباس ته وسپاره

د فلسطین د حکومت صدراعظم محمد اشتیه د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب ۷) اعلان وکړ چې حکومت یې خپله استعفا د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس ته سپارلې ده.

نوموړي په غزې کې روان وضعیت بدلیدونکو حقایقو ته په کتو ویلي د‌ي چې اړتیا ده «نوي سیاسي اقدامات» وشي. هغه ویلي دي چې «ما د خپل حکومت استعفا ښاغلي ولسمشر (محمود عباس)‌ته وسپارله» او دا «د غزې په تړانګې کې د یرغل او په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره» تړلې ده.

محمد اشتیه وايي تېره سه شنبه یې استعفا وړاندې کړې وه خو نن یې رسمي وسپارله. د فلسطین د خپلواکې ادارې په مشر محمود عباس باندې کلک انتقادونه دي چې په غزې باندې د اسرائيل بریدونه او په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو سره مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی په کلکه نه غندي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس د صدراعظم محمد اشتیه او د هغه د حکومت استعفا ومنله.

د محمود عباس دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغه په یو فرمان کې د حکومت استعفا منلې او د محمد اشتیه حکومت یې ګمارلی چې «د نوي حکومت تر جوړېدو پورې په موقت ډول» چارې مخې ته یوسي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا د فلسطینیانو مشرتوب په دوو برخو وېشل شوی، په لویدیځه غاړه کې د محمود عباس تر مشرۍ لاندې حکومت او په غزې کې د حماس تر واک لاندې حکومت چلېږي.

محمد اشتیه داسې مهال استعفا کوي چې د متحدو ایالتونو په ګډون ځېنې هېوادونه هلې ځلې کوي د چې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وشي.

حماس د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول. په غزې کې روغتیايي مقامات وايي چې د اسرائيل په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۲۹۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د دې ترڅنګ په لویدیځې غاړې کې د مېشتو افراطي یهودانو له لوري له فلسطینیانو سره تاوتریخوالی او تشدد هم زیات شوی دی. په رام الله کې روغتیايي مقامات وايي چې د روانې جګړې له پیل راهېسې په لویدیځې غاړې کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG