د لاس رسي وړ اتصالات

بریکس د شپږو نورو هېوادونو پر غړیتوب موافقه وکړه


د "بریکس" د غړو هیوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ، اګست ۲۴ (وږي۲مه) په سویلي افریقا کې د خپلې غونډې په دریمه ورځ وویل، چې د نړۍ د نظم د بیا رغولو لپاره به د زیات نفوس او مخ پر ودې اقتصاد لرونکي شپږ نور هیوادونه هم د دې تړون غړي شي.

په دې توګه به ایران، ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د بریکس د پنځو اصلي غړو برازیل، روسیې، هند، چین، او سویلي افریقا تر څنګ پدې ډله کې شامل شي.

د چين ولسمشر شي جينپينګ، د بریکس تړون دغه پراختيا تاريخي بللې ویلي یې دي: "دا پراختیا د بریکس همکارۍ لپاره یو نوی پیل هم دی، ځکه دا به نه یواځې د بریکس د همکارۍ میکانیزم،‌ بلکې د نړیوالې سولې او پرمختګ ځواک هم پیاوړی کړي."

د ایتوپیا صدراعظم، ابي احمد په بریکس کې د شپږو نویو هیوادونو غړیتوب چې هغه د خپل هیواد لپاره "ستره شیبه" بللې، هرکلی وکړ. نوموړي پرخپل ایکس پاڼۍ (ټویټر) کې لیکلې: "ایتوپیا چمتو ده چې د یو ټول شموله او سوکاله نړیوال نظم لپاره له ټولو سره کار وکړي. "

بلخوا په ایران کې د ولسمشر ستر سلاکار، محمد جمشیدي دغه اقدام د تهران د بهرني سیاست لپاره یو "تاریخي پرمختګ او ستراتیژیک بریالیتوب" وباله.

په بریکس کې د نویو غړو د شمېر او معیارونو پر سر د نظر اختلاف

پداسې حال کې چې د بریکس ټولو غړو په دغه تړون کې د نویو شپږو هېوادونو له غړیتوب څخه خپل ملاتړ څرګند کړ، خو د پنځو غړو هیوادونو مشران، د نوي غړو د ټاکلو لپاره د شمیر او معیارونو په اړه په یوه خوله نه وو.

تر اوسه شاوخوا ۴۰ هېوادونو په بریکس کې د غړیتوب لپاره لېوالتیا ښودلې ده. په دې منځ کې نږدې ۲۲ هېوادونو په رسمي توګه په دغې ډلې کې د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې او د بریکس د مشرانو په وینا، دا لیوالتیا په نړۍ کې د مخ پر ودې هیوادونو د مخ په زیاتیدونکي نفوذ منعکس کوي.

خو د متحده ایالاتو چارواکو د جیوپولټیک سیال په توګه د بریکس رامینځته کیدل ډیر د اهمیت وړ نه دی ګڼلې او هغه یې داسې یو تړون بللې دی چې دواړه 'ملګري او سیال' هېوادونه پکې ګډون لري.

خو د توپیرونو سره سره، د بریکس مشرانو یو ګډ باور درلود، چې د نړۍ سیسټم د لویدیځ حکومتونو او بنسټونو تر واکمنۍ لاندې د مخ پر ودې هیوادونو ګټې نه تامینوي.

د برازیل ولسمشر لويز ايناسیو لولا دا سلوا، چې د بریکس پراختیایي بانک یې په واشنګټن، ډي سي کې د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک د سیال په توګه معرفي کړی دی، وویل: "زموږ تنوع د نوي نړیوال نظم لپاره مبارزه پیاوړې کوي."

هغه زیاته کړه، چې د شپږو نویو هېوادونو په غړیتوب سره اوس د بریکس تړون د نړۍ نږدې نیمایي نفوس او د اقتصادي تولید لویه برخه جوړوي.

د هند صدراعظم، نریندرا موديد هم وویل چې هیواد یې له نویو غړو سره ژورې اړیکې لري او "د بریکس په مرسته به زموږ دوه اړخیزو همکاریو ته نوي ابعاد اضافه شي. "

سویلي افریقا اوس مهال د بریکس (BRICS) نوبتي مشري په غاړه لري، چې برازیل، روسیه، هند او چین هم پکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG