د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان، افغانستان د سیمې لپاره عمده اندېښنه بولي


د پاکستان او هند صدراعظمان
د پاکستان او هند صدراعظمان

د هند او پاکستان مشرانو د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې د افغانستان په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه او په سیمې کې یې د خطر د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي خبرداری ورکړ او ویې ویل چې افغانستان د بې ثباتۍ د خپرېدو سرچېنه ده.

هغه وویل: «د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو په امنیت اغیز کړی دی. د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د هکاریو د سازمانو د غړو سره مشترکې دي. د افغانستان د خلکو د ښیرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو.»

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې تر شپږم ټولګيو ورپورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی او همدغه راز ښځې یې له کار څخه هم منع کړې دي او نور محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي. سره له دې چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو په ګډون ډېرو هېوادونو له طالبانو څخه غوښتي دي چې په دې برخه کې خپلې پرېکړې بدلې کړې، خو هغوی ټېنګار کوي چې پرېکړې یې د اسلام او افغان فرهنګ په اساس دي.

مودي د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته وویل چې ځينې هېوادونه له ترهګرۍ څخه په خپله ګټه کار اخلي. نوموړي ټېنګار وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه نباید په نورو هېوادونو کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کار واخیستل شي.

په دغې مجازي غونډې کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له طالبانو سره په تعامل کې د «جدي بیا ارزونې» غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه بې حرکته پاتې شوې او په خبره یې باید دا وضعیت ژر بدل شي.

نوموړي ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره حیاتي مرستو ته اړتیا ده. هغه وویل: «نړیواله ټولنه باید په مانا داره ډول د افغانستان له حکومت سره تعامل وکړي چې نور ګامونه واخیستل شي. په همدې ډول، د افغانستان حکومت باید کلک ګامونه واخلي او دا اطمینان ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یوې ترهګرې ډلې د فعالیتونو لپاره نه استفاده کېږي.»

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په وار وار دا خبره کړې ده چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې فعال دي او په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي یو علت هم همدا دی.

خو طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

تېرکال پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو په منځګړتوب له اسلام اباد سره موقت اوربند وکړ چې بیا یې وروسته دا اوربند ختم کړ او د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ضد یې د بریدونو د بیا پيلولو اعلان وکړ.

پاکستان د طالبانو په اولې دورې کې د دغې ډلې حکومت په رسمیت پېژنده، خو اوس چې له نړیوالو غواړي له دغې ډلې سره تعامل زیات کړي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. مګر، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د طالبانو سره دی.

XS
SM
MD
LG