د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او نړیوالې ټولنې سودان کې د یوې اونۍ اوربند هرکلی کړی


د امریکا په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو د سودان په مرکز خرطوم کې له دوو اونیو سختو جګړو وروسته د اووه ورځني اوربند هرکلی کړی دی.

په سودان کې د جګړې دواړو خواوو د سې شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي ۱۲) د سولې د خبرو لپاره د فرصت برابرولو په موخه د یوې اونۍ اوربند اعلان وکړ.

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې دوی له اونیو راپدې خوا د اوربند غوښتنه کوله. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وېډانټ پټېل وویل: "هر ځل چې اوربند غځېږي موږ ته ددې فرصت پیدا کېږي چې د ملګرو ملتونو په شمول د بېلابېلو خواوو سره له نږدې کار وکړو څو په دومداره توګه شخړې ختمې شي."

په سودان کې دا تاوتریخوالی د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د چټک ملاتړ ملېشو قومندان دی، روان دی. د دواړو سیالیو پوځي مشرانو د وفادارو ځواکونو تر منځ په سختو نښتو کې تراوسه د لږترلږه ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۰۰۰ کسانو د زخمي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له دې مخکې د بې قید او شرطه اوربند غوښتنه کړې ده. امریکا تېره میاشت له سودان څخه خپل مامورین واېستل او په دغه هېواد کې یې د خپل سفارت فعالیتونه وځنډول.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پېیر د سې شنبې په ورځ وویل چې تعامل ته دوام ورکوي. هغې زیاته کړه: "موږ د سودان له پوځي او ملکي رهبرانو سره په اړیکه کې یو څو وګورو چې د بشري همکاریو په شمول د شخړو د بشپړې خاتمې لپاره څه کولای شو. موږ په لوړه کچه تعامل کې یو."

د افریقایي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی هم په لوړه کچه د ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوي دي. د څو لسیزو بندیزونو او د واشنګټن او خرطوم ترمنځ ترینګولو اړیکو، امریکا مجبوره کړې چې د ستونزې د حل لپاره خپل سیمه ییز ملګري ښکېل کړي.

د افریقایي کمېسیون مشر محمد الحسن وايي: "موږ موافقه وکړه چې په ټول سودان کې د بشپړ، بې قید و شرط، اغېزناک او ټول شموله اوربند لپاره ژر تر ژره په جمعي او فردي ډول خپلې هڅې زیاتې کړو."

ملګري ملتونه وایي چې د جګړو له کبله، ۳۳۴ زره خلک بې ځایه شوي دي او لسګونه زره خلکو ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي ۸۰۰ زره سودانیان له هېواده کډې کولو ته مجبور شي.

XS
SM
MD
LG