د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د طالبانو 'رسمیت پیژندلو' په سر د بحث لپاره یو کنفرانس جوړوي


د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد طالبانو سره د تعامل پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په سر د بحث لپاره یو کنفرانس جوړوي.

میرمن امینه محمد د دوشنبې د ورځې ناوخته د امریکا د پرینسټون پوهنتون د عامه او نړیوالو چارو د پوهنځي په یو سیمنار کې ګډونوالو ته وویل، چې په دې نړیواله غونډه کې به د نورو سربیره د افغانستان لپاره د نړۍ د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په یو میز سره راټول شي.

میرمن محمد وویل، چې تر راتلوونکو دوو اونیو پورې به افغانستان لپاره د ټولو هیوادونو ځانګړي استازي په لومړي ځل په سیمه کې په یوه غونډه کې راټول شي.

میرمن محمد وویل هیله لري هغه واړه ګامونه "ومومي" چې د طالبانو د "رسمیت" پېژندنې په لوري یې بېرته وګرځوي، یوه "اصولي‌ پېژندنه". هغې زیاته کړه " ایا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهیږم [خو] دا بحث باید وشي. طالبان په څرګند ډول په رسمیت پیژندل غواړي او دا وسیله زموږ په لاس کې ده".

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته تراوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد، د سه شنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۸ (حمل ۲۹) په څو پرله پسې ټیټونو کې ویلي، چې د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو گوتیرش به په دوحه کې ددې کنفرانس کوربتوب وکړي.

زلمي خلیلزاد ددې کنفرانس د جوړیدو هرکلی کړی او سپارښتنه یې کړې، چې د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې بشپړ پلي کیدل باید د یو ګډ هدف په توګه ومنل شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو د مشرانو تر منځ هم د دوحې هوکړې څخه ملاتړ په برخه کې د نظر یوالی شته دی، د ملګروملتونو امنیت شورا هم د رایو په اتفاق سره د یو مهم ګام په توګه تائید کړې او د پخواني رژیم چارواکي هم دا هوکړه افغانستان ته د پیښو ګواښونو لپاره د یوې ښې حل لارې په توګه ګڼي.

زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې د دوحې هوکړه لیک په بشپړ ډول عملي شوې نه دی او ددې هوکړې پر ځای بل کوم وړاندیز چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړولري هم نشته دی.

ښاغلي خلیلزاد د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: " د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پاملرنې یوې د لارې نقشې عملي کیدو ( دوحې هوکړې) ته اوتیا ده. د لارې د نقشې د ترتبیولو لپاره د (ملګروملتونو) سرمنشي او د ( هیوادونو) استازي باید د طالبانو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې غونډه ولري".

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې د لارې د نقشې ترتیبول د طالبانو او د نړیوالې ټولنې د اقداماتو مجموعه ده او باید د " زده کړو او ښځو د کار" مسلې په کې شاملې وي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې ددغه کنفرانس په پای کې د ملګروملتونو عمومي منشي باید خپل یو ځانګړی استازی د افغانانو او د اړوندو نړیوالو ادارو سره د همکارۍ او د لارې د نقشې د تطبیق لپاره وټاکي.

د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په پایتخت دوحه کې لاسلیک شوی و. ددغې هوکړې څخه د شاوخوا دریو کلنو په تیریدو دواړو خواو یو بل د دغې هوکړې څخه په سرغړونو تورنوي.

XS
SM
MD
LG