د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریال مرتضی بهبودي میرمنې له طالبانو غوښتي چې میړه یې خوشي کړي


افغان الاصله فرانسوي خبریال  مرتضی بهبودي
افغان الاصله فرانسوي خبریال  مرتضی بهبودي

د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي میرمنې، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د روژې میاشتې په خاطر د هغې میړه له بند څخه خوشي کړي.

د بې پولې خبریالانو بنسټ تر دې مخکې ویلي و چې طالبانو مرتضی بهبودي د روان میلادي کال جنورۍ میاشتې په اومه پداسې حال کې چې غوښتل یې د بهرنیو چارو له وزارت څخه مطبوعاتي اعتبار لیک تر لاسه کړي طالبانو دی.

ددې خبریال میرمنې الکساندرا مستواجا د دوشنبې په ورځ اپرېل لسمه (وري ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دری میاشتو په تېرېدو سره لا هم ښاغلی بهبودي د طالبانو په بند کې دی او د هغه د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته.

هغې زیاته کړې: "د روژې میاشت د بخښنې او مهربانۍ میاشت ده. خو په دغه میاشت کې زما خاوند لا هم د طالبانو په بند کې دی. مرتضی د یو مسؤل خبریال په توګه تل زیاتې هڅې کړي دي ترڅو د افغانستان د وضعیت په اړه مهم رول تر سره کړي. هیله لرم چې په دغه مبارکه میاشت کې هغه خوشي کړي."

پدې وروستیو کې د بې پولې خبریالانو بنسټ او په فرانسه کې د ۱۴ رسنیو او رسنیزو محصولاتو د تولید یو مرکز هم د طالبانو له بند څخه د مرتضی بهبودي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان د فبرورۍ میاشتې پر شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو مرتضی بهبودي "په کابل کې نیولی او تر اوسه د هغوی په زندان کې دی". دغه سازمان او فرانسوي رسنیو د طالبانو لخوا د مرتضی بهبودي نیول کېدل «نامعقول» بللي و او زیاته کړې وه چې د هغه د خلاصولو په اړه د دوی هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د یو شمېر خبریالانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او سندرغاړو نیول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و چې پر مرتضی بهبودي سربېره، نرګس سادات، ذکریا اصولي، موسی شاهین، مطیع الله ویسا او یو شمېر نور مدني فعالان هم له طالبانو سره بندیان دي.

پر همدې مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د مرتضی بهبودي او یو شمېر نورو فعالانو د نیول کېدو په اړه غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي فایق پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په بېلابیل بهانو د بې ګناه خلکو بندي کول له علم، فرهنګ، ازادي او د افغانستان له پرمختګ سره د دښمنۍ نمونه ده."

د طالبانو حکومت تر دا مهاله د مرتضی بهبودي د نیول کېدو او خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG