د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بلخ کې ویلي که کوم کروندګر کوکنار وکرل جریمه به شي- کروندګر 


طالبانو بلخ کې ویلي که کوم کروندګر کوکنار وکرل جریمه به شي- کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د بلخ د چمتال ولسوالۍ یو شمیر کروندګرو وايي چې طالبانو دوی ته ویلي چې که کوکنار یې وکرل نو جریمه به یې کړي خو دغه کروندګر وايي، چې د سږني کال د اپینو حاصل تر نورو کلونو په ښه بیه پلورلي دي. 

د بلخ د چمتال ولسوالۍ یو شمیر کروندګرو وايي چې طالبانو دوی ته ویلي چې که کوکنار یې وکرل نو جریمه به یې کړي خو دغه کروندګر وايي، چې د سږني کال د اپینو حاصل تر نورو کلونو په ښه بیه پلورلي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د اسیای شراف کلي کروندګر حمیدالله چې له کالونو راپدیخوا یې کوکنار کرل وايي چې سږ کال يې هم په خپله ځمکه کې کوکنار کرلي وو.

د حمیدالله په وینا چې سږ کال یې د نورو کالونو په پرتله له کوکنارو هم ښه حاصل ترلاسه کړی و او هم یې په ګرانه بیه خرڅ کړي دي. هغه وايي چې سږ کال د اپینو د ګرانښت علت د طالبانو له خوا د کوکنارو په کر بندیز لګول وو.

هغه داسې وویل: "سږ کال مې کوکنار کرلي و. ښه وو بیه یې هم ښه وه. شیره یې هم ښه شیره ورکړه. قیمت یې زیات وو ځکه چې بند شول".

دغه کروندګر وايي چې اوس یې په خپله ځمکه کې مۍ کرلي او په وینا یې چې سږ کال یې مۍ ښه حاصل کړی دی او په بازار کې یې بیه هم لوړه شوې ده.

هغه وايي : "اوس مې په ځمکه کې مۍ وکرلې. ښې شوي دي. په اته سوه من خرڅېږي. په جریب کې لس منه مۍ کوي. د تېر کال نه یې سږ کال ښه حاصل ورکړی".

کروندګر حمیدالله وايي چې سږ کال د کوکنارو د حاصل ټولو وروسته د چمتال ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو دوی ته ویلي چې نور دې په خپلو ځمکو کې کوکنار نه کري. او په وینا یې که چا کوکنار وکرل نو هغه کروندګر به جریمه کېږي.

هغه وویل: "ولسوالۍ نه امارت کسان راغلي وو. قریه داران یې خبر کړي چې پس له دې نشه یي توکي بند دي او هر چا چې وکرل جریمه کېږي".

د طالبانو له خوا د کوکنارو به کر د بندیز وروسته د بلخ کروندګر وايي چې نور به کوکنار نه کري او زیاتوي که څه هم له کوکنار ډېر عاید لاسته راوړي خو پر ځای به یې غنم، پنبه، مۍ، کونځلې او نور حلال او قانوني کښتونه کري.

XS
SM
MD
LG