د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بلخ کې نشه يي توکي سوځولي دي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ په سلګونو کیلو ګرامه هغه نشه یي‌ توکي سوځولي، چې په تېرو دوو کلونو کې ددغه ولایت له مختلفو سیمو ضبط شوي وو.

ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي‌ دغه نشه يي‌ توکي‌ او الکولي‌ څښاک د ۲۰۶ قضیو په ترڅ کې د نشه یي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له خوا کشف او ضبط شوي دي.

طالبانو په بلخ کې نشه يي توکي سوځولي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

وزیري‌ امریکا غږ ته وویل: " دا هغه اندازه مواد دي‌ چې د بلخ ولایت مختلفو سیمو،‌ ولسوالیو او ښار کې نیول شوي‌ دي، چې په زیات تعداد په د‌ې کې شراب دي، هیرویین دي، ټابلیټ کا ده،‌ شیشه ده،‌ همدارنګه تاریاک او چرس دي."

د امنیه قومندانۍ د ویاند‌ په وینا، په دغه نشه يي توکو کې ۳ کیلو ګرامه هیرویین، ۲۵ کیلو ګرامه شیشه، ۳۶۱۳ لیتره الکولي څښاک، ۴.۷۵۷ کیلو ګرامه ټابلیټ کا،‌ ۴.۸۸ کیلو ګرامه د ټابلیټ کا خام مواد شامل ول چې وسوځول شول.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت امنیه قوماندان مولوي‌ عبدالرازق راشد وايي‌ د نشه يي‌ توکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي‌ او له خلکو غواړي چې د نشه يي‌ توکو له پلور او استعمال څخه دې لاس واخلي.

مولوي‌ راشد وویل:" هیوادوالو ته مې دا پیغام دی چې له مواد مخدر څخه دې لاس واخلي. هغو انجام به داسې وي لکه اوس مو چې دغه مخدره توکي‌ وسوځول."

وروسته له هغه چې تیر کال د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د یو فرمان په صادرولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه یې توکو کښت او کرکیله منع اعلان کړل، په بلخ ولایت کې د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې سیمه ایز چارواکي‌ ادعا کوي‌ چې په دغه ولایت کې د نشه یي‌ توکو خرڅلاو او استعمال کې خورا کموالی راغلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG