په ارزوګان کې د سیمه ایزو وسله والو یو قومندان حکیم شجاعي په افغان حکومت کې دننه ځینې کړۍ تورنې کړي چې د هغه د بدنامولو هڅې کوي.
ښاغلي شجاعي امریکا غږ ته وویل چې د ده تر امر لاندې ملیشو په تیرو دوو ورځو کې په ارزګان ولایت کې څه باندې ۵۰ وسله وال طالبان وژلي دي. نوموړي ومنله چې د هغه یو نژدې کس او څلور وسله وال هم وژل شوي دي او هغه په خپله سربېرن ژوبل شوی دی.
طالبانو لا نه دي ویلي چې په دغه جنګ کې یې څو کسان وژل او ژوبل شوي دي.
شجاعي وايي په ارزګان کې شاوخوا ۱۵۰۰ وسله وال لري چې په خبره یې د طالبانو سره په جنګ اخته دي. هغه وویل "طالبان او هغه کسان وژنم چې په ولسي خلکو بریدونه کوي". نوموړي دغه راز تور ولګاوه چې طالب جنګیالیو په اروزګان کې د ماشومانو په ګډون، ډیر ملکي خلک وژلي دي.
دا پداسې حال کې ده چې ښاغلی شجاعي پخپله په ارزګان او ورڅېرمه سیمو کې د ولسيانو او په ځانګړي ډول د پښتنو سره په زور زیاتي، د هغوی په وژلو، ژوبلولو او ځورولو تورن دی. خو هغه دا تورونه په کلکه رد کړل.
هغه په حکومت کې دننه ځینې کړۍ تورنې کړي چې د هغه نوم بدوي او پر ضد یې تبلیغات کوي، خو ښاغلي شجاعي د کوم مشخص کس یا چارواکي نوم وانخیست.
په دا تېرو څو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګنې قومندان شجاعي د طالبانو سره په جنګ کې ژوبل شوی او یا وژل شوی دی.
د اروزګان د امنیت امر عبدالقوي عمري امریکاغږ ته ويلي وو چې شجاعي د طالبانو په برید کې ژوبل شوی دی.
هغه وویل "په پيل کې شجاعي د خاص اروزګان ولسوالۍ پر یوه پښتون مېشته سیمه برید کړی و چې وروسته وسله وال طالبان د ځايي خلکو په مرسته له شجاعي او د هغه د وسله والو پرضد جګړه پيل کړې کوم معلومات چې موږ تر لاسه کړي شجاعي او مرستیال يې ټپيان شوي او تر ۱۰ پوري کسان يې وژل شوي او دغه راز په ځايي اوسیدونکو کې هم تر ۸ پوري وژل شوي او تر ۱۰ نور ټپیان دي".
ښاغلی شجاعی شاوخوا درې کاله مخکې په اروزګان کې د سیمه ییزو پولیسو مشر و. د اروزګان د امنیت امر وايې چي حکیم شجاعي د خپل مسئولیت پر مهال د اروزګان د پوليسو لسګونو وسلې او رینجر موټر له ځان سره وړي دي.