د لاس رسي وړ اتصالات

په سورېې کې د روسانو احتمالي هواېي برید ٢٨ ملکیان وژلي


د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په برتانیې کې دی وایي چې تیره شپه په یو هواېي برید کې چې د یاغیانو ترکنټرول لاندې د ادلیب په ولایت کې شوی، ٢٨ کسان پکې وژلی شوي. په وژل شویو کې څلور یې ماشومان دي.

د روسېې او د سورېې ځواکونو ویلې چې دوی یوازې وسله وال په نښه کوي او د ملکیانو وژل ېې رد کړل.

د سورېې د ادلیب په ولایت کې له تیرو شپزو میاشتو راهیسې هواېې بمبارۍ وخت نا وخته کیږي. په دغه سیمه کې جهادي ډله د ،النصره جبهه نفوز لري. عیني شاهدان وایي چې پدې تیره څه موده کې هوایي بمباریو زور اخیستی.

د سورېې د ملکي دفاع ډله چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې عملیات کوي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې لومړنې شمیرې ښې چې لږ ترلږ ٢٦ کسان وژل شوي دی.

XS
SM
MD
LG