د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جراحانو زرګونه افغانان وړیا عملیات کړي دي


امریکايي ډاکټران وایي دوې زیات عملیات د بشر دوستۍ او خیر ښېګڼو په نیت کړي دي
امریکايي ډاکټران وایي دوې زیات عملیات د بشر دوستۍ او خیر ښېګڼو په نیت کړي دي

د یوې تازه سروې له مخې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهېسې امریکايي جراحانو په وړیا ډول د ٥٧٨٦ افغان ملکیانو عملیات کړي دي.

سروې وايي چې د دغو جراحانو ټول عملیات ٩۴٢٨ کیږي. دا عملیات تر ډېره په افغانستان کې د امریکا پوځیانو په نظامي تاسیساتو کې شوي دي.

د جاما سرجري په نوم د څېړنو مرکز وايي چې دا عملیات له ٢٠٠٢ نه تر کال ٢٠١٣ کال پورې شویدي. په دغو ناروغانو کې یو شمېر په جګړې کې ژوبل شوي وو او د سروې له مخې ٢٨٥٣ کسان داسې هم وو چې د نورو مشکلاتو له کبله عملیات شوي دي.

د امریکا میري لینډ ایالت کې د والټر ریډ د طبي مرکز څیړونکی ډاکټر پټرلرن وايي چې دوې زیات عملیات د بشر دوستۍ او خیر ښېګڼو په نیت کړي دي.

دې سروې کې د هغو ٢٩٣٣ جراحي عملیاتو یادونه هم شویده چې راسا د جگړې له امله د راپیدا شوو زخمونو یا طبي ستونزو د رفعه کولو دپاره شوي دي.

د سروې مجموعي ارزونه دا ښايي چې افغانستان کې امریکايي نظامي ډاکټرانو د جگړې د ټپیانو د درملنې سره سره د نورو ملکي مریضانو او طبي ادارو سره هم مرسته کړې ده.

په عملیات شویو کسانو کې ماشومان، ځونان او ښځې او شامل وو.

XS
SM
MD
LG