د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ډسمبر پر ۱۷ او ۱۸ (ليندۍ ۲۷ او ۲۸) د خيبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې ۱۱ اورپکي وژلي دي.
د جرمني پوځ یوه لویه بودیجه ترلاسه کړه چې په اساس به یې د ۲۰ میلیارد یورو په لګښت سره نوي دفاعي تجهیزات، چې څلور اوبتلونه هم په کې دي، وپيري.
د غزني په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د کابل او کندهار په لویې لارې کې د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) په دوو ترافیکي پېښو کې «۴۴ تنه مړه شوي» دي.
د پاکستان حکومت ويلي دي چې دوی د دغه هېواد پر يوې دولتي دفاعي ادارې او دريو سوداګريزو شرکتونو باندې د امريکا متحده ايالاتو د بندیزونو پرېکړه "بدمرغه او پر تعصب ولاړه" ده.
د امریکا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) وویل چې د ګوانتانامو له زندان څخه یې دوه مالیزیايي وګړي خوشې کړل او اوس ۲۷ تنه لا هم د امریکا د ګوانتانامو په اډه کې بندیان دي.