د پاکستان د ټیسټ کرکټ ملي ټیم کپتان شان مسعود وايي پاکستان به دده او بابر اعظم د ښه توپ وهنې په مټ انګلنډ ته په راتلونکي سیریز کې ماتې ورکړي او د خپلو شکستونو لړۍ به پای ته ورسوي.
د ویسټ انډیز د کرکټ پخواني الراونډور لوبغاړي، ډیوین براوو، له ۲۱ کلنې مسلکي لوبې وروسته، خپله استعفا اعلان کړه او د هند د غوره لیګ (آیپيايل) د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره د روزونکي په توګه یو ځای شو.
د بنګله دېش د کرکټ ملي ټیم پخوانی کپتان شکیب الحسن اعلان کړی چې له نړیوال کرکت سره مخه ښه کوي خو ویلي یې دي چې په زړه باندې دا یو ارمان لري چې په خپل وطن کې یوه وروستۍ لوبه وکړي.
په اوزبیکستان کې د فوټسال په نړیوال جام کې افغان لوبډلې چهارشنبې سپتمبر ۲۵ (تلې څلورمه) پاراګوای ته لوبه وبایلله او له جام څخه ووتله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یکشنبه سپټمبر ۲۲ (تلې لومړۍ) د جنوبي افریقا سره درییمه او وروستۍ لوبه وبایلله.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د دغو سیالیو د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډله حذفي مرحلې ته لاره وکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې جمعه سپټمبر ۲۰ ( وږي ۳۰) د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره یې د لومړي ځل لپاره لدې لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله.
د افغانستان پرانیستونکی توپ وهونکی رحمان الله ګربز د ۱۰۵ منډو کولو وروسته وسوځېد.
دا لومړی ځل دی چې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان ملي ټیم جنوبي افریقا ته ماتې ورکوي.
د فوټسال نړیوال جام د ګروپي سیالیو په پړاو کې، افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې بری ترلاسه نکړ او ارجنټاین ته یې لوبه ۲-۱ وبایلله.
نور پورته کول