د مزارشریف اوسېدونکی فواد چې کلونه وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند درلود، په نشو له اخته کېدو وروسته اوس د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.
په نشه ييموادو روږدی احمد د کابل پر واټونو پر نورو معتادینو نشه يي توکي پلوري او له همدې لارې خپل ژوند چلوي.
هغه پخواني معتادین چې اوس له نشو خلاص شوي خوښ دي چې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي او عادي ژوند ته ګرځي.
په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د شیشې د تولید او کارونې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او وايي چې هېواد یې له افغان پولیسو سره په مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
په نشو روږدی سباوون چې دا مهال د کابل په یو روغتیايي مرکز کې تر درملنه لاندې دی ادعا کوي چې پخوا د ملي اردو په لیکو کې وو.
ډاکټران وايي د معتادینو د رغېدو لپاره رواني درملنه ډېره مهمه ده او کولای شي چې له هغوی سره مرسته وکړي چې پر ځان باور پیدا او د درملنې پروسه یې ګړندۍ شي.
عتیق الله چې شاوخوا اوه کاله وړاندې په نشو اخته شوی دی، د نشه يي توکو اخیستلو لپاره د کابل پر واټونو کباړ ټولوي.
د لغمان اوسېدونکي میرزمان یو وخت ښه ژوند درلود، خو له کله چې په نشو اخته شوی دی اوس د کابل پر واټونو کباړ ټولوي.
د پروان اوسېدونکی محمددین چې اوس د کابل په جنګلک روغتیايي مرکز کې تر درملنه لاندې دی، تمه لري چې تر رخصتېدو وروسته د سلمانۍ دوکان جوړ کړي.
محمد صدیق چې لسیزې پخوا یې د نشه يي توکو کاروبار کاوه، په ایران کې د زندان پر مهال خپله په نشه يي توکو اخته شو.
سپین ږیری محمدلعل چې په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال په نشو اخته شوی وايي، څو ځله یې د درملنې هڅه کړې خو نه دی توانېدلی چې په روغتون کې ځان بستر کړي.
د لوګر اوسېدونکی غلام نبي شاوخوا شل کاله وړاندې هغه مهال په نشو اخته شو چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړ.
دېرش کلن نورالله چې د کابل پر واټونو کباړي ټولوي وايي وروسته له هغه په نشو اخته شو چې خپله دنده یې له لاسه ورکړه او بېکاره شو .
د کندوز اوسېدونکی شکرالله چې شاوخوا لس کاله کیږي نشه يي توکي کاروي وايي چې ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړی خو هلته په نشو اخته شو.
په نشو روږدی محمد نعیم چې د پروان اوسېدونکی دی او له شپږو کالو را په دې خوا نشه يي توکي کاروي، وایي له شرمه خپل کور ته نه شي تلی.
د پروان اوسېدونکی پاچا خان چې شاوخوا لس کاله کیږي په نشو اخته دی وايي د کاکا زوی یې نشو ته هڅولی او کلونه کیږي چې د کابل پر واټونو شپې سبا کوي.
حاجي محمد چې د کابل پر واټونو له نورو معتادینو سره یو ځای بېلا بېلې نشې کوي، هغه مهال په نشو اخته شو چې کله ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو.
د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په حامد کرزي او د بلخ په مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګرونو کې یې د یوې اونۍ په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.
د میدان وردګو اوسېدونکی علي محمد چې څه له پاسه یوه لسیزه کېږي په نشو اخته دی، وايي چې د بېکارۍ او کورنیو شخړو له امله یې نشو ته مخه کړې ده.
په نشو اخته یو ځوان چې پخوا یې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده، وروسته له هغه په نشو اخته شو چې په یوه چاودنه کې ټپي او د درملنې لپاره له روزګان څخه کابل ته راغی.
نور پورته کول