کورنی تاوتریخوالی یو له هغو لاملونو څخه دی چې له مخې یې په افغانستان کې ډېریو ځوانانو نشو کولو ته مخه کړې ده. ولي امیري هم له دغسې معتادینو څخه یو دی. ولي امیري وایي چې انجینر دی او د څو میاشتو درملنې وروسته اوسمهال د معتادینو لپاره د کابل په اغوش مرکز کې کار کوي.
په کابل ولایت کې یو شمېر بزګران شکایت کوي چې د اوبو کمښت او د کیمیاوي سرو نشتون یې کرنیز فعالیتونه اغېزمن کړي دي. ددغه ولایت د بګرامیو ولسوالیو یو کروندګر، حضرت الله، وایي چې پخوا به د کرکیلې لپاره د بندونو پرېمانه اوبه وې، خو اوس د کښتونو لپاره په ماشینونو له ځمکې اوبه راباسي، چې ډېر لګښت لري..
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د کوکنارو کرکیلې پر بندیز وروسته، هغه بزګران چې پخوا یې کوکنار کرل او اوس یې بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده، شکایت کوي چې موجوده حکومت یې لاسنیوی نه کوي.
په پلازمینه کابل کې بزګران سږ کال د مرچو ښو حاصلاتو ته خوشبین دي. د کابل د بګرامیو په ولسوالۍ کې، د عبدالله په نوم یو بزګر چې په نیم جریب ځمکه کې یې مرچ کرلي، وايي چې سږ کال د اورښتونو او په خپل وخت دوا پاشلو له امله تمه لري چې د تېرکال د ۳۰۰ منو مرچو په ځای به تر ۴۵۰ منو پورې مرچ ترلاسه کړي.
په کابل ولایت کې د شنو خونو دودېدل ورځ تر بلې زیاتېږي چې دې کار د کروندګرو په اقتصاد کې مهم رول لوبولی او هغه څه چې په شنو خونو کې کرل کیږي په اوس وخت کې د کال ۱۲ میاشتې یې حاصل د کابل په بازارونو کې پیدا کیږي. د بزګرانو په وینا د ازاد فصل په پرتله له شنو خونو لس ځلې ډېره او دوامداره ګټه ترلاسه کوي.
په کابل کې یو شمېر بزګران او مالداران وایي چې د افغانستان بازارونو ته بې کیفیته توکي واردیږي چې نه یوازې سم حاصل نه ورکوي، بلکې اخیستل یې د دوی له وس څخه لوړ دي. دوی د نباتي تخمونو په برخه کې د جدي کنټرول غوښتنه کوي.
په هرات کې د طالبانو ځايي مسؤلین وايي، چې په تېر یوه کال کې یې تر زرو زیات په نشه يي موادو د روږدو کسانو درملنه کړې ده. د هرات ولایت په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۵۰ بستریزه روغتون په وینا، د ډېری دغه کسان اوس په ټولنه کې د عادي وګړو په څېر ژوند کوي.
په لوګر کې د طالبانو امنیتي مسئولین ادعا کوي چې واک ته د دوی له رسېدو راپدېخوا په دغه ولایت کې د معتادینو شمېر صفر ته راټیټ شوی، خو ددې ولایت اوسیدونکي بیا وایي چې د معتادینو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی خو صفر شوی ندی.