ذکرالله یو له هغه بزګرانو څخه دی، چې له تېرې یوې نیمې لسیزې په بزګرۍ د کورنۍ نفقه برابروي، خو وایي چې کښتونه یې نه یوازې دا چې نړېوال بازار نلري، بلکې مرضونه هم لري او په کار ده چې مسوولین یې د دوی ستونزو ته رسیده ګي وکړي ترڅو بیا د کوکنارو کښت ته مجبور نه شي.
هغه د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې په ۶ جریبه ځمکه د ۳ سوه زره افغانیو په لګښت کرم کرلی، خو اندېښنه لري چې د بې کیفیته درملو او د کرنې وزارت د نه پاملرنې له امله به د تېر کال په پرتله یې حاصل نیم تر نیمه کم وي او د کرنې لګښت به هم پوره نه کړي.
له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله بندیز لګیدلی، بزګران په دوامداره توګه نیوکه کوي چې د کرنې وزارت د بدیلو کښتونو په برخه د دوی د ستونزو په حل کې پاتې راغلی.
د بزګرانو په وینا، که د کرنې په برخه کې د باکیفیته درملو، اصلاح شویو تخمونو او مناسب بازار د برابرولو لپاره ګامونه وانخیستل شي، نو دوی به د پخوا په څېر بېرته د کوکنارو او چرسو کرلو ته مخه کړي، ترڅو د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لپاره بدیل ولري.