د لاس رسي وړ اتصالات

د تېر کال په پرتله سږ کال د مرچو کروندګر ښو حاصلاتو ته په تمه دي


د تېر کال په پرتله سږ کال د مرچو کروندګر ښو حاصلاتو ته په تمه دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

په پلازمینه کابل کې بزګران سږ کال د مرچو ښو حاصلاتو ته خوشبین دي. د کابل د بګرامیو په ولسوالۍ کې، د عبدالله په نوم یو بزګر چې په نیم جریب ځمکه کې یې مرچ کرلي، وايي چې سږ کال د اورښتونو او په خپل وخت دوا پاشلو له امله تمه لري چې د تېرکال د ۳۰۰ منو مرچو په ځای به تر ۴۵۰ منو پورې مرچ ترلاسه کړي.

نوموړی په دې باور دی چې سږ کال به له ۵۰ زره افغانیو تاوان څخه خلاص او نږدې ۳۰ زره افغانۍ ګټه وکړي.
له بلې خوا، سوداګر او د سبزیو اخیستونکي هم خوښ دي، ځکه سږ کال نه یواځې د مرچو حاصل زیات شوی، بلکې بیې یې هم تر پخوا ارزانه دي. خو سوداګر غوښتنه کوي چې د دې حاصلاتو د ساتنې لپاره باید سړې خونې جوړې شي. په ورته وخت کې عبدالله هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی کرنیزو محصولاتو ته بهرني مارکېټونه پیدا کړي، چې بزګران وکولی شي له خپلو حلالو حاصلاتو لا زیاته ګټه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG