د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې په تېر یوه کال کې له زرو د زیاتو معتادینو درملنه


په هرات کې په تېر یوه کال کې له زرو د زیاتو معتادینو درملنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

په هرات کې د طالبانو ځايي مسؤلین وايي، چې په تېر یوه کال کې یې تر زرو زیات په نشه يي موادو د روږدو کسانو درملنه کړې ده. د هرات ولایت په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۵۰ بستریزه روغتون په وینا، د ډېری دغه کسان اوس په ټولنه کې د عادي وګړو په څېر ژوند کوي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون رئیس، سعد خادم وايي، چې په دې روغتون کې په سلو کې ۸۰ تر ۸۵ فیصده هغه ناروغان چې تداوي شوي، اوس خپل کار او ژوند ته ستانه شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې دوی همدا راز راجستر شوي ناروغان تر یو نیم کال پورې تعقیبوي او د هغوی وضعیت څاري.

د دغه روغتون د ډاکټرانو په خبره، د معتادینو د درملنې ترڅنګ، د دې روغتون له لوري د معتادینو د کورنیو غړو، ماشومانو او یو شمېر نورو کسانو ته هم عامه پوهاوی ورکول کیږي. بلخوا، په دې روغتون کې تر درملنې لاندې یو شمېر روږدي له نورو ځوانانو څخه غواړي چې نشه يي‌ مواد ونه کاروي.

عبدالقدیر امیري تر درملنې لاندې روږدی دی. هغه وايي:"امید لرم له دې ځای ووځم. یو څوک دې را سره مرسته وکړي."

د معتادینو د درملنې دا روغتون چې په نسبي ډول د هرات ولایت د معتادینو د درملنې نورو مرکزونو په پرتله له امکاناتو برخمن او معیاري خدمات وړاندې کوي د عامه روغتیا ریاست لخوا او د یوشمېر نړېوالو بنسټونو په مالي ملاټر فعاليت کوي.

XS
SM
MD
LG